د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاڅېدلو بلوڅانو سره د جوړجاړي خبرې


برهمداغ بوګټي
برهمداغ بوګټي

شننونکی محمد علي تالپور وايي، اختیار له پوځ سره دی او هغوی خبرو ته تیار نه دي. هغوی له هند سره خبرو ته تیار نه دي چې تر دوی څو چنده قوي ملک دی

پراګ : د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستاني حکومت له خوا په را بلل شوې ټول ګوندیزه غونډه کې د نورو پرېکړو تر څنګ له ازادي غوښتونکو بلوڅانو سره د خبرو اترو واک هم د بلوچستان صوبايي حکومت ته ورکړل شو.


پوښتنه دا ده چې د بلوچستان حکومت به له ازادي غوښتونکو بلوڅانو سره د خبرو اترو لړۍ کله او څنګه پیلوي؟ ایا هغوی به په دې کې بریالي شي چې بلوڅ وسله والې ډلې خبرو اترو ته راولي؟

زما په خیال یوازې پوځ اختیار لري. او هغوی د خبرو اترو لپاره تیار نه دي. هغوی له هند سره خبرو اترو ته تیار نه دي چې تر دوی څو چنده قوي ملک دی
محمد علي تالپور
په بلوچستان کې د ازادۍ لپاره د بلوڅو روانه وسله واله مبازره که یو پلو د پاکستان یوه جدي مسله ګڼل کېږي نو بل پلو بلوڅانو ته هم په لویه کچه د ځاني زیان سبب ده.

له دې ازادي غوښتونکو بلوڅو ډلو سره د خبرو اترو واک په داسې وخت کې د بلوڅ ملت پالي وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ حکومت ته ورکړل شوی دی چې نه یوازې په لوی شمېر بلوڅان ورک دي بلکې وخت ناوخته د هغوی خراب کړل شوي مړي هم موندل کېږي.

د وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د ویاند جان محمد بلېدي په وینا، د دوشنبې په ورځ د ټول ګوندیزې غونډې پرېکړو د بلوچستان په خلکو کې هېله پیدا کړې او هغوی ته یې حوصله ورکړېده.

له بلوڅ وسله والو ډلو سره د خبر اترو د پېلېدو په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې جان محمد بلېدي وویل:

( د بلوچستان حکومت به ډېر ژر د بلوچستان ټول سیاسي ګوندونه، د مدني ټولنې غړي، پوهان او لیکوالان سره کښېنوي او یوه تګلاره به جوړوي. له هغه وروسته به د دې تګلارې د عملي کولو لپاره کمېټۍ جوړوي او بیا به هڅه کوي چې ټول بلوڅ ملت پال ګوندونه او وسله والې ډلې خبرو اترو ته کښېنوي او هغوی ته به وايي، چې، خپله خبره ولس ته وړاندې کړي او ووايي چې دوی څه غواړي او څنګه یې غواړي. موږ به هڅه کوو چې د بلوچستان ټولې مسلې په جمهوري توګه هوارې کړو)


پوښتنه دا ده چې ایا د بلوچستان د ازادۍ لپاره جګړه کوونکي به د مزاکراتو لپاره د بلوچستان د حکومت خبره ومني او که نه؟

جان محمد بلېدي یې په ځواب کې وايي:


( خبره د نه منلو نه ده بلکې دا سیاسي معاملات دي او په سیاسي معاملاتو کې خبرې اترې وي. موږ به له ټولو وغواړو چې راشی او نېغ په نېغه د ولس پر وړاندې خپل دریځ کښېږدي چې دوی څه غواړي او د دوی په فکر باید څه وشي)


د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکی لیکوال محمد علي تالپور وايي، د پاکستان واکداران له بلوڅانو سره د خبرو اترو لپاره جدي نه دي نو ځکه زمه واري یو پر بل اچوي.

( په دې ملک کې یو څوک هم زمه واري نه اخلي .اوس لکه چې مسلم لیګ زمه واري پر ډاکټر مالک بلوڅ واچوله، هغه پر نېشنل پارټۍ واچوله او هغوی یې پر لیکوالو، پوهانو او نورو اچوي. زما په خیال دا تشې خبرې دي او دوی فکر کوي چې دا مذاحمت به هم داسې په ورو ورو وځپي لکه له مودې راهسې چې یې ځپلی دی او بیا به وايي چې اوس خو د جګړې کولو څوک شته نه نو موږ مذاکرات له چا سره وکړو)


د محمد علي تالپور په وینا، بله مهمه خبره دا ده چې د بلوچستان حکومت له بلوڅانو سره د خبرو اترو واک نه لري.

که په جمهوري توګه ټاکل شوی د بلوچستان حکومت واک نه لري نو بیا دا واک له چا سره دی چې له ازادي غوښتونکو بلوڅانو سره خبرې وکړي او په صوبه کې امن پر ځای کړي؟ په ځواب کې یې محمد علي تالپور وویل:


( زما په خیال یوازې پوځ اختیار لري. او هغوی د خبرو اترو لپاره تیار نه دي. هغوی له هند سره خبرو اترو ته تیار نه دي چې تر دوی څو چنده قوي ملک دی)


د یادونې وړ ده چې د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د خپلې چوکۍ تر سوګند پورته کولو وروسته ویلي ول چې که یې ورک بلوڅان راپیدا نه کړل او د هغوی د خراب کړل شوو مړو د غورځولو د لړۍ مخه یې ونه نیوله نو به له خپلې دندې استعفی ورکوي.

د بلوچستان د حکومت له جوړېدو درې میاشتې وروسته که څه هم نه د ورکو بلوڅان درک مالوم دی او نه یې هم د خراب کړل شوو مړو د پیدا کېدو لړۍ درېدلې ده خو د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ په ګډه ډاکټر مالک بلوڅ ته واک ورکړی دی چې د هغوی په وینا په صوبه کې د امن پر ځای کولو لپاره له وسله والو بلوڅانو سره خبرې اترې وکړي.
XS
SM
MD
LG