د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا:۸ مشکوک وسلوال ګرفتار او ۱۵وژل شوي


د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د وسله والو پر وړاندې عملیاتو کې یې ۱۵ تنه وسلوال وژلي،پنځه یې ټپیان کړي او اته مشکوک وسلوال یې ژوندي نیولي.

د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د وسله والو پر وړاندې عملیاتو کې یې ۱۵تنه وسلوال وژلي، پنځه یې ټپیان کړي او اته مشکوک وسلوال یې ژوندي نیولي دي.


د یادو چارواکو په وینا نړیوالو ځواکونو د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر مخالفینو هوايي برید کړی، چې په کې اته تنه وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، چې په وژل شویو کې د قاري عبدالرزاق او ملا صفت په نوم د حقاني ډلې دوه تنه قوماندانان هم شامل دي.

چارواکې والي، د سه شنبې پر سهار یو تن ځانوژونکي غوښتل، چې د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ په چنارې سیمه کې د یو عرادې صرف موټر په واسطې په یوه امنیتي پوسته برید وکړي، چې د پوستې د پرسونل له خوا تر پېژندنې وروسته وژل شوی دی دی.

سرچینه وايي، چې په دې پيښه کې افغان سرتیرو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.
بلخوا ائتلافي ځواکونو د پکتیا ولایت د برکي برک ولسوالۍ په خواجه بازار کې یو تن ماین خښوونکی په نښه کړی او وژلی دی.

د تندر قول اردو خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملي اردو سرتیرو د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه وسلوال وژلي او درې نور يې ټپیان کړي، چې د یو تن وژل شوي وسلوال مړی د جګړې په میدان کې پاتې شوی دی.


چارواکي وړاندې وايي، چې درې مشکوک وسلوال د خوست ولایت د موساخېلو او پنځه مشکوک وسلوال د پکتیا د وزي ځدراڼو ولسوالۍ په سوري خېلو کې له یو عراده ډاټسن موټر سره یو ځای نیول شوي دي.

د ملي اردو چارواکو په خوست، پکتیا، غزني او لوګر ولایتونو کې د یو اندازه وسلو او د نیولو یادونه هم کړې ده.

وسله والو طلبانو لا په دې اړه څه نه دې ویلي،
XS
SM
MD
LG