د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوزڼ مخنوي کې د ښځو رول


انډیپنډنټ ورځپاڼه لیکې په پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو مهم د ختمولو لپاره ښځو ډیر کار وکړ .

رابیل مهر چې د پولیو یوه کارکونکې ده، وایې دا په هغه ورځ ډیره خپه وه، کله چې دې په دغه مهم کې د څلورو کارکونکو ښځو د وژنې خبر واورید. دغه پیښې د کراچۍ په مختلفو سیمو کې مخې ته راغلې. له دغې وروستو پنځمه د پولیو مهم کارکونکې په پیښور کې ووژل شوه.

ورځپاڼه لیکې ۲۵ کلنې رابیل د دغه پیښې وروستو غوښتل مستفې شي، او مور پلار هم ورته د نور کار نه کولو وییلې وو، خو رابیل وایې وروستو یې سوچ وکړ، چې دا یوازې کار ندی بلکې دا یو مشن دی، چې ماشومان د پولیو ناروغۍ نه بچ وساتې او ځکه یې د دغه کار جاري ساتلو فیصلو وکړه.

انډیپینډنټ لیکې په پاکستان کې د رابیل غوندې په زرګونو ښځې دي، چې پولیو مهم کې د پاکستان د حکومت ، او د صحت د نړیوالو ادارو سره کار کوي.

په کراچۍ کې یو حکومتي چارواکی سیف الرحمان وایې، په دغه مهم کې یو شمیر سړي هم کار کوي خو ښځې زیات محنت کوي، او کوشش یې هم دا وي چې ټولو ماشومانو ته ځان ورسوي.

پا کستان ، افغانستان او ناییجیریا د نړۍ هغه هیوادونه دي ، چېرته چې اوس هم د ګوزڼ له وجې ماشومان متاثره کیږي. په پاکستان کې په ۲۰۱۱م کال کې ۱۹۸ کیسونه مخې ته راغلې وو، په ۲۰۱۲ م کال کې ۵۸ او په روان کال کې ۲۴ کیسونه مخې ته راغلې دي. په دغو کې زیاتره کیسونه په قبایلې سیمو او بلوچستان کې مخې ته راغلې دي.

انډیپینډنټ لیکې کراچۍ چې ۲۵ ملینه ابادي لري، د قبایلې سیمو او یا د افغانستانه خلک کډي کوي او دا شان له ځانونو سره د پولیو وایرس هم انتقالوي.

ورځپاڼه لیکې د پاکستان په لرې پرتو سیمو او قبایلې علاقو کې د پولیو مهم په اړه خلک منفې رایې لري، او په ټولنه کې داسې فکر خور شوی، ګنې دا د ماشومانو صحت ته نقصان رسوی، خو په اصل کې داسې نه ده. او په ټولنه کې د داسې قسمه خبرو سره د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کیدای شي ، نو باید مور پلار د پولیو په مهم کې د کارکونکو سره مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG