د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: د مساپرانو پر بس چاودنې۷ تنه وژلي ګڼ ژوبل


چارواکي نن د سېشنبې تر غرمې مخکې د غزني په مقر ولسوالۍ کې د مسافرو يو درې سوه درې موټر د سړک پر غاړه په خښ شوي ماين ختلی چې له امله يې څلرېشتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


دوی وايي، په وژلو شويو او ټپي شويو کسانو کې واړه ماشومان، مېرمنې او سپين ږيري هم شامل دي.

له مسافرو ډک دغه درې سوه درې موټر له کابله کندهار ته روان وو، چې د مقر په لړمه سيمه کې ورباندې د سړک پر غاړه خښ شوی ماين چاودېدلی دی.

په دغه پېښه کې تر اوسه پورې اووه تنه عام وګړي وژل شوي او اوولس نور ژوبل دي.
د مقر امنيه قومندان انجينېر لطف الله کامران وايي، په وژلو شويو او ټپي شويو کسانو کې د څو مياشتو وړوکي ماشومان، ښځې او سپين ږيري هم شامل دي.

دی وايي، مړي او ټپيان يې د مقر روغتون ته وړي دي، خو په ټپيانو کې د څو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بولي.

"طالبانو په لړمه سيمه کې د سړک پر غاړه ماين خښی کړی وو، چې له کابله کندهار ته روان د مسافرو سې صدو سې موټر ورباندې ختلی دی، موږ سيمې ته ورغلو، له هغه ځايه مو اووه جسدونه راوړل. په ډې سربېره اوولس تنه ټپيان شوي دي، چې مړو او ټپيانو کې تيخواره ماشومان، ښځې او سپين ږيري هم شامل دي."


که هم څه هم چارواکي د سړک پر غاړه د ماين خښول د طالب وسله والو کار بولي، خو دغې ډلې لا تر اوسه په ډې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې هم د کابل کندهار پر لويه لاره د مسافرو موټر د سړک پر غاړه په خښو شويو ماينونو ختلي دي، چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
XS
SM
MD
LG