د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هندۍ لیکوالې د وژنې په تور دوه تنه ګرفتار


هندۍ لیکواله سشمیتا بنرجي چې د وږي په ١٤مه په پکتیکا کې وژل شوې
هندۍ لیکواله سشمیتا بنرجي چې د وږي په ١٤مه په پکتیکا کې وژل شوې

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، چې په نیول شویو کې یو کس پر دویم تن ګواهي ورکړې، چې بنرجي شخصاً د هغه په لاس وژل شوې ده

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې تېره ورځ د یاد ولایت مرکز ښرنې په سرې کلا کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا دوه تنه وسلوال د هندۍ لیکوالې سشمیتا بنرجي د وژنې په تور نیول شوي دي.


د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، چې نوموړي کسان د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې نیول شوي او هغوی په لومړنیو تحقیقاتو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

مخلص افغان وویل، چې په نیول شویو کې یو کس پر دویم نفر ګواهي ورکړې، چې میرمن بنرجي شخصاً د هغه په لاس وژل شوې ده، خو دویم کس یوازې په پېښه کې لاس لرل تائید کړي دي.
د هغه په وینا د پکتیکا ولایت چارواکي د ځايي امنیتي ځواکونو سره په ګډه په دې کار کوي، چې د سشمیتا یا صاحب کمالې په وژنه کې ښکیل ټول کسان ونیسي.

۴۹ کلنه سشمیتا بنرجي چې اصلاً د هندوستان اوسیدونکې وه، ۲۴ کاله وړاندې يې د جانباز خان په نوم له یو تن پکتیکاوال سوداګر سره واده کړی وو او له مسلمانیدو وروسته هغې باندې د صاحب کمالې نوم ايښودل شوی وو.

سشميتا بنرجي په ١٩٩٥یم کال کې (له طالبانو څخه تېښته) په نامه يوه کيسه ليکلې وه او بيا په ٢٠٠٣ یم کال کې په هند کې پر همدې کيسې يو فلم هم جوړ شوى و.

د یادونې وړه ده، مېرمن بنرجي د وږي په ١٤مه شپه وسله والو وژلې وه.
XS
SM
MD
LG