د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د لیک لوست نړیواله ورځ


په خوست کې د یو شمېر مدني بنسټونو غړو، روڼ اندو او ځوانانو د سپټمبر اتمه د سوادیا د لیک لوست نړیواله ورځ ولمانځله.

د غونډې ګډونوالو له خلکو وغوښتل، چې تعلیم ته دې مخه کړي، همدارنګه دوی له میندو او پلرونو هم غوښتنه وکړه، چې خپلې لوڼه دې، د عمر په ډېریدو د تعلیم له دوام نه منع کوي، ځکه که یوه لور لوړې زده کړې وکړي نو دوی ته د زامنو په شان ځای نیسي.

د خوست د مدني ټولنې غړي او روڼ اندي له خلکو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې دې د زده کړو د حاصلولو له پاره د شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او خپل اولادونه دې ښوونځیو او مدرسو ته واستوي.

نوموړي کسان چې د سولې نړیوالې ورځې د لمانځنې په نیت نن د یکشنبې په ورځ لنکن ښوونیز مرکز کې راغونډ شوي ول، په هغو کورنیو هم غږ وکړ، چې خپلې لوڼه او خویندې د عمر په ډېریدو سره له ښوونځیو باسي او زده کړې يې په نیمايي کې نیمګړي پاتې کیږي.

د لنکن ښوونیز مرکز مشر نصیراحمد روښان مشال راډیو سره په خبرو کې د یادې ناستې د موخو په باب وویل، دوی له خلکو غوښتنه وکړه، چې د معارف په بهبود کې دې لا زیاتې مرستې وکړي:

((نن ورځ لکه څرنګه چې تاسو ولیدل، په لنکن ښوونیز مرکز کې د سواد نړیواله ورځ ولمانځل شوه، په دې غونډه کې د معارف یو شمېر کارپوهانو ته بلنه ورکړل شوې وه، تر څو راشي، په خوست ولایت او په ټوله کې د افغانستان په سطحه د معارف له پاره په شته فرصتونو، چالشونو او همدارنګه د هغو ستونزو او مشکلاتو په حل لارو باندې فکر وکړي، چې دا مهال خوست ورسره مخامخ دی.

د غونډې دویم عمده پیغام دا وو، چې موږ وکولای شو د دغې ورځې څخه په استفادې افغان دولت، نړیوالې ټولنې، مرستندویه او همکاره هېوادونو ته او د خوست ولایت شریفو خلکو ته دا پیغام ورکړو، چې د دوی د تعلیم او تربیې د بهیر د لا بهبود له پاره خپلو کې همکارۍ ونه سپموي))

لیکوال او ژورنالست محمد غفور مهیدي مشال راډیو ته وویل، چې په ټوله کې زموږ کورنۍ باید خپلې لوڼه او خویندې د تعلیم له دوام څخه راونه ګرځوي، ځکه که جینۍ د لوړو زده کړو چانس ترلاسه کړي، نو خپلو میندو او پلرونو ته به د ډېرو زامنو ځای ونیسي:

((خوست یو د هغه جمله ولایتونو څخه دی، چې دلته د ښوونې او روزنې پروسه په کې ډېره ګړندۍ روانه ده، په ځانګړي ډول د نجونو د ښوونې روزنې سطحه نن ورځ د بل هر وخت په پرتله ډېره مطمینه ده، شته ستونزې، چالشونه او مشکلات شته، خو د هغو له پاره مناسب فرصتونه هم شته.
د خپلو افغاني او پښتني نجونو میندو او پلرونو له پاره مو دا پیغام دی، چې دوی دې یوازې په لومړنیو زده کړو بسنه نه کوي، بلکې د هغه نه وروسته دوولسم، لیسانس، ماسټرا حتا تر دوکتورا پورې که خپلې زده کړې ورسوي لیرې نه ده، چې د ډېرو زامنو ځای به یوه لور ورته ونیسي))

دا چې د سواد د نړیوالې ورځې لمانځنه نړیوالو او په ځانګړي ډول افغانانو ته څه پیغام لري، په اړه يې د نظر خاوند امیرشاه کارګر داسې وايي

((زه فکر کوم د سواد د نړیوالې ورځې لمانځنه خلکو ته دا وریادوي، چې باید خپلې هڅې له سره تازه کړي، له سره يې نوي کړي او خپلو هڅو ته دوام ورکړي تر څو وکولای شي، چې کم تر کمه د ځان نه نیولې تر ټولنې پورې د لیک لوست له پاره خلک هڅو ته وروبولي او کم تر کمه دا ټولنه د بې سوادۍ له مرض نه خلاصه کړي.

طبعي ده چې ټولې نړۍ تغیر کړی دی او د هغه جملې څخه افغانستان هم دا تغیر کړی دی، چې هم په کمي لحاظ معارف وده کړې ده او هم په کیفي لحاظ، که چیرې په افغانستان کې معارف کې وده هم نه وي شوي، خارجې تاثیرات دومره لوړ دي، چې متعلم کولای شي هر څه له هره ځایه زده کړي))

یاده دې وي، چې د سوادیا لیک لوست نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو د یونسکو ادارې له خوا د ۱۹۶۷ زیږدیز کال را په دې خوا هر کال د سپټمبر په ۸مه نیټه په دې نیت لمانځل کیږي، چې نړیوال په ګډه د سولې کلتور ته پراختیا ورکړي، اوس مهال په نړۍ کې ۸۰۰ میلیونه کسان نالوستي دي او ۱۲۰ میلیونه ماشومان د زده کړو شرایطو ته لاسرسۍ نه لري.
XS
SM
MD
LG