د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ملا غني برادر غواړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي د پاکستان له خوا د خوشي شوو ووه طالب بنديانو په ليسټ کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مرستيال ملا غني برادر نوم نشته چې دوي يې د خوشي کېدو غوښتنه کوي.


د افغانستان د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو مشر اسماعیل قاسميار په دغه اړه اوویل د پاکستان له غاړې د اوو طالب مشرانو خوشې کول ، ښه ګام دی خو پاکستان باید ددغو کسانو ترڅنګ ملا عبدالغني برادر هم خوشې کړای وای چاچې دده په وینا په افغانستان کې د سولې غوښتنه کوله خو د پاکستان له خوا ونیول شول.

دی وایې د افغانستان د سولې عالې شورا او افغان حکومت پاکستان ته د ځینو طالب بندیانو نومونه ورکړي وو، خو دی لا پر دې اړه پوره ما لومومات نه لري، چې ایا خوشې قیدیان هم هغه دي او که نه.
دې نه وړاندې په روانه اونۍ کې د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي خوشې شوي طالب قيديانوکې منصور داد الله، سيد ولي، عبدالمنان، کريم آغا، شير افضل، ګل محمد او محمد زی شامل دي، خو په دغو کې ملا برادر ندی شامل چې دوی یې غوښتنه کوي.


خبرپاڼه کې يادونه شوي چې پاکستان تر دې وړاندې هم ٢٦ افغان طالبان قيديان خوشې کړې.

ياده دي وي چې افغانستان له پاکستانه غوښتي وو چې د طالبانو د مشر، ملامحمدعمر مرستيال ملا غني برادر په ګډون دې هغه ټول طالبان چې پاکستان کې قید دي، د سولې د بهير لپاره خوشي کړي خو پاکستان لا هم ملا برادر له بنده نه دې خوشې کړې.

بلخوا قاسمیار دا هم وایې باید هغه کسان خوشې شي چې افغان حکومت او د سولې عالې شورا یې له پاکستانه غوښتونکي دي.
XS
SM
MD
LG