د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د ملې امنیت پر ودانۍ وسلوال برید کړی


د افغنستان د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې نن د ملي امنيت پر ودانۍ د ځانمرګو ډله ييز بريد شوی، چې پکې ۱۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دوی وايي، بريد شپږو تنو ځانمرګو کړی وو.


د ځانمرګو ډلهييز بريدونه نن غرمه په يوه بجه او پنځلس دقېقې د ميدان وردګو د ملي امنيت پر رياست پيل شول، چې پکې يو سل او شل تنه ژوبل شوي او څلور نور وژل شوي دي.
چارواکي وايي، په پېښه کې ټپي شوي کسانو ټول عام وګړي او وژل شوي څلور واړه د ملي امنيت سرتېري دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، ټول ځانمرګی شپږ تنه وو، چې لومړي يې د ملي امنيت د دروازې په خوله کې خپل موټر والوځاوه او پاتې نورو يې جګړه پيل کړه.
دی وايي، د ملي امنيت سرتېرو ډېر ژر ټول بريد کوونکي وژلي او د زياتو کسانو د ځاني زيان مخه يې نيولې ده.

((ملي امنيت ته څېرمه شپږوځانمرګو بريد وکړ، لومړی يې موټر والوځاوه او پنځو نورو يې جګړه پيل کړه، چې د ملي امنيت د سرتېرو له خوا ډېر ووژل شول، په دغه پېښه کې يو سل او شل تنه عام وګړي ژوبل شوي دي، او څلور تنه د ملي امنيت سرتېري وژل شوي دي))
په دغو بريدونو او چاودنه کې د پېښې ځای ته څېرمه ودانيو ته هم زيان اوښتی دی.
د بريدونو مسووليت طالبانو منلی.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، ملګرو يې په يوه بجه د ميدان وردګو د ملي امنيت پر رياست، پي ارټي او نورو دولتي ودانۍ بريدونه پيل کړي دي، چې په خبره يې، په بريدونو کې لسګونه موټر ويجاړ شوي او درنه مرګ ژوبله يې هم اړولې، خو دقيقه شمېره يې ورته له نه ده مالومه.
XS
SM
MD
LG