د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ځوانان وایې تعلیم سره مینه لري


an
an
پیښور : په داسې حال کې چې نن په ټوله نړۍ کې د لیک لوست ورځ لمانځل کیږي.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د خیبر پختونخوا د ګورنر په حکم ماشومان په سکولونو کې د داخلولو لپاره یو کمپاین پیل شوې.

د قبایلي سیمو د تعلیم د محکمې د چارواکو د وینا تر مخه ــــــ د هیواد د نورو برخو په پرتله ــــ په قبایلي سیمو کې د لیک لوست شرح ډیره کمه ده.

د لیک لوست د نړیوالې ورځې په مناسبت نن قبایلو د سکاؤټس د تنظیم له خوا په پیښور کې د یو لار یون انتظام شوې وو. په دغه موقعه یو لاریون کونکي سمیع الله مشال ریډیو ته اوویل (( باید هغه خلک چې تعلیم نه حاصلوي، مونږ یې د تعلیم د اهمیت نه خبر کړو. ځکه چې د تعلیم نه بغیر پرمختګ ممکن ندی))

د کرمې د سکاوټس یو مشر وایې، دوی نړۍ ته دا ښودل غواړي چې قبایل امن او تعلیم غواړي. دی وایې (( مونږ نړۍ ته دا وییل غواړو قبایل امن خوښی قام دی، دوی ترهګر ندي بلکې پرامنه خلک دي، او تعلیم سره مینه لري، سکولونه او امن غواړي ))

چارواکي زیاتوي ــــ په قبایلي سیمو کې ۳۶.۶ فیصده سړي او ۱۰.۵ فیصده ښځو بنیادي ذدکړې کړي دي. د تعلیم د محکمې چارواکي وايي چې تر اوسه په قبایلي سیمو کې د وسله والو طالبانو له خوا ۴۷۷ سکولونه ړنګ کړل شوي دي. د ټولو نه زیات سکولونه په مهمندو ایجنسۍ کې له منځه تللي.
XS
SM
MD
LG