د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ميدان وردګو کې ۱۱ طالبان وژل شوي


د افغانستان د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پنځه ورځې وړاندې پيل شوي عمليات نن په شنبې پای ته رسېدلي دي، چې پکې اووه طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل دي. په دغو عملياتو کې د ملي اردو دوه تنه سرتېري هم ژوبل شوي دي.


د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، په دې سربېره د ميدان وردګو د تنګي په قعه امير سيمه کې بيا، يو وسله وال طالب وژل شوی او د دغه ولايت په جغتو ولسوالۍ کې بيا، د يو قومندان په ګډون پنځه تنه وسله وال ژوندي نيول شوي دي.

"په جلرېز ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پيل شوي پنځه ورځني عمليات پای ته رسېدلي دي. په دغو عملياتو کې اووه تنه طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. په دې سربېره له وسله والو څخه په عملياتو کې وسلې او چاوېدونکي توکي هم نيول شوي دي. په دغو عملياتو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم ژوبل شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی."

خوګياڼی زياتوي چې تېره ورځ د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې بيا هوايي ځواک عمليات کړي دي، چې پکې درې تنه ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي دي.

دی وايي، ځانمرګيو له ځان سره په موټر کې وسلې هم بار کړې وي او غوښتل يې په کومه دولتي ودانۍ بريد وکړي، چې هوايي ځواک ورباندې وار له مخه کړ.

تر اوسه پورې لا طالبانو د يوې پېښې په اړه هم څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG