د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې چاڼيز عمليات پای ته رسیدلي


د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په چپرهار او بټي کوټ ولسواليو کې پيل شوي چاڼیز عمليات پای ته رسيدلي.


د ولایت ویاند احمدضياعبدالزي مشال راډيو ته وویل چې په چپرهار ولسوالۍ کې یادو چاڼيزو عملياتو څلور ورځې دوام وکړ چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د عملياتو د پای پرمهال د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته وشوه چې په کې اوو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته:

"د امنيتي ادارو د ورکړل شويو معلوماتو له مخې تېره شپه شاوخوا ۷ بجې د چپرهار په ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له لوري د هوان ، راکټ او پيکا ډزې وشوې چې دې سره سم جګړه پېل شوه او په ترڅ کې يې د وسله والو مخالفينو څخه ٤ تنه ووژل شوه او ٣ تنه نور زخميان شول"

عبدالزی وايي چې په چپرهار ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ګڼ شمېر مشکوک کسان هم نيولي وو چې تر پلټنو وروسته بېرته په ضمانت خوشې شوي.

دارنګه عبدالزی په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم د چاڼيزو عملياتو د بشپړیدو خبره کوي. دی وايي چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د يادې ولسوالۍ یو شمېر سيمې له وسله والو پاکې کړي او د تکيې په سیمه کې امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې یو تن وسله وال وژل شوی او څلور تنه نور زخميان شوي او په همدې ډول یو تن د ملي اردو سرتیری هم په دې نښته کې وژل شوی.

د ولایتي چارواکو د معلوماتو له مخې یاد عمليات د افغان ګډو ځواکونو لخوا ترسره شوي.
وسله والو طالبانو په چپرهار او بتي کوټ ولسواليو کې د ترسره شويو عملياتو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG