د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي۷ افغان طالب بنديان یې خوشي کړي

پاکستان وايي د افغانستان د سولې د بهير د ښه پرمخ بيولو لپاره يې ٧ افغان طالب قيديان خوشې کړيدي.


د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت په ننۍ خبر پاڼه کې ويلي چې خوشې شوي طالب قيديانو منصور داد الله، سيد ولي، عبدالمنان، کريم آغا، شير افضل، ګل محمد او محمد زی دي.

خبرپاڼه کې يادونه شوي چې پاکستان تر دې وړاندې هم ٢٦ افغان طالبان قيديان خوشې کړې.

ياده دي وي چې افغانستان له پاکستانه غوښتي وو چې د طالبانو د مشر، ملامحمدعمر مرستيال ملا غني برادر په ګډون دې هغه ټول طالبان چې پاکستان کې بنديان دي، د سولې د بهير لپاره خوشي کړي خو پاکستان لا هم ملا برادر نه دی پريښی.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG