د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ د ماشومانو د سولې نړیوال جایزه ترلاسه کوي


ملاله یوسفزۍ چې د ښځو تعلیم لپاره د مبارزې له کبله په سوات کې طالبانو ټپي کړې وه نن د جعمې په روځ د ۲۰۱۳ م کال د ماشومانو د سولې نړیوال جایزه ترلاسه کوي.


د ماشومانو د حقونو هالینډي سازمان به ملالې یوسفزۍ ته سل زره ایرو په هاګ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړي.

پنځه کاله مخکې، شپاړلس کلنې ملالې یوسفزۍ د خپلو یادښتونو د لیکلو یوه لړۍ پیل کړه چې په هغې کې یې په سوات دره کې د سخت دریځو له خوا د نجونو پر زده کړو د پابندیو په اړه انتقادي لیکنې کولې .

نوموړې د تیر کال په اکټوبر کې د طالبانو له خوا په مردکي وویشتل شوه او سخته ټپي شوه ، خو ژوندې پاتې شوه او اوس په بریتانیا کې اوسیږي.
XS
SM
MD
LG