د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پولیسو د طالب وسله والو یو قومندان نیولی


د پاکستان پولیس وايي د جون په میاشت کې د همالیه په غرونو کې په لسو بهرنیو غرختونکو د برید د پلان تر شا اصلي کس یې نیولی دی.

د ګلګت د سیمې پولیسو د زیارت په ورځ د پاکستاني طالبانو پخوانی قومندان قریب الله چې د حسن په نوم هم مشهور دی د حملې په شک کې نیول شوی.

وسله والو کسانو د روان کال د جون په درویشتمه نېټه د نانګا پربت د غره د څوکې په لمنه کې لس بهرني غرختونکي او د هغوي پاکستاني لارښود ووژل.

په وژل شویو بهرنیانو کې یو امریکايي، چې د چین شهریت یې هم لرلو، درې یوکراینیان، دوه سلواکیان، دوه چینایان، یو لیتوانیايي او یو نیپالی پيژندل شوي وو.

پاکستاني طالبانو او د جندالله ډلې د حملې مسوولیت په غاړه اخیستی و.
پولیس وايي چې قریب الله باندې د یادې پېښې تحقیق کوونکو د دوو نورو چارواکو د وژنې تور هم دې.
XS
SM
MD
LG