د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام ته د سپکاوي په تور یوه ښځه ونیول شوه


د پاکستان د لاهور ښار د پوليسو په حواله وايي چې د سلما په نوم يوه ښځه، چې د څلورو بچو مور ده، د اسلام د پيغمبرۍ دعوې کولو په تور کې نيول شوې ده.

فرانس پريس اژانس د پاکستان د لاهور ښار د پوليسو په حواله وايي چې د سلما په نوم يوه ښځه، چې د څلورو بچو مور ده، د اسلام د پيغمبرۍ دعوې کولو په تور کې نيول شوې ده.


اژانس د پوليسو د يوه افسر طارق عزيز خبره راخيستې چې وايي، دغه څلوېښت کلنه ښځه يې اسلام ته د سپکاوي په تور کې د تېر ګل په ورځ نيولې او جيل ته استولې ده.

نوموړي اژانس ته ويلي چې د قاري افتخار احمد رضا په نوم د علاقې يوه ملا امام له پوليسو سره شکايت درج کړ چې يادې ښځې داسې پمفلټونه چې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی په کې شوی، تقسيم کړي دي.

اژانس ليکي، په پاکستان کې، چې د اوسيدونکو ۹۷ في صده يې مسلمانان دي، پر يوه تن اسلام ته د سپکاوي تور لګېدل يوه ډېره حساسه موضوع ګڼل کيږي. د دې هېواد قانون هغه چا ته د مرګ سزا ورکوي چې د اسلام د پيغمبر په شان کې يې ګستاخي کړې وي.

اژانس زياتوي، په دغه لړ کې حتی په دروغه لګول شوي تورونه هم د خلکو قهرجن غبرګونونه راپاروي، او په اکثره مواردو کې خلک دغه قانون د خپلو ذاتي دښمنانو پر ضد د کارولو هڅه کوي.

د لاهور پوليسو اژانس ته ويلي، د تورنې شوې ښځې او د علاقې د ياد ملا تر مينځ د يوې خيريه ادارې لخوا په سيمه کې د خوراکي توکيو د تقسيم پر سر په دې وروستيو کې لانجه راپورته شوې وه.

قاري رضا ياد اژانس ته ويلي، سلما د سيمې پر ملايانو نيوکې کولې او د هغوئ لخوا په بيا بيا د منع کولو سربېره نوموړې نه قلارېدله.

د سيمې اوسيدونکو اژانس ته ويلي، د سلما د کورنۍ خلک له علاقې تښتېدلي دي او دا چې نوموړې له هغه راهيسې چې درې کلونه مخکې حج ته تللې وه، ډېره زياته مذهبي شوې ده.

پوليس وايي، سلما د يوه شخصي سکول پرينسيپله ده او ورته يې ويلي دي چې بايد د رواني ناروغيو يوه ډاکټر ته لاړه شي.

اژانس په خپل راپور کې د رمشا مسيح په نوم د يوې عيسايي جينۍ د دوسيې يادونه کړې چې وايي، له عدالته له بري کېدو وروسته ورته په پاکستان کې ژوند کول ګران وو او کاناډا ته يې کډه يوړه.

په راپور کې دغه راز په ۲۰۱۱ م کال کې د پنجاب صوبې د ګورنر سلمان تاثير او په مرکزي حکومت کې د اقليتي امورو د وزير شهباز بټي د وژنو زکر هم شوی چې وايي اسلام ته د سپکاوي په پاکستاني قانون کې د بدلونونو غوښتلو په ټس کې يې خپلې زندګۍ له لاسه ورکړې.
XS
SM
MD
LG