د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې بل انتخاباتي اتحاد جوړیږي


نن د چارشنبې په ورځ په کابل د یوه بل انتخاباتي اتحاد د جوړیدو په هدف د یوې غونډې کوربه وي.

د حق او عدالت ګوند چارواکو وویل چې دا غونډه به د ملي محاذ د ګوند د مشر پیرسید احمد ګیلاني په کور کې جوړه شي او په کې به د زلمی خلیلزاد، علي احمد جلالي، اشرف غني احمدزي، انوارالحق احدي، محمد حنیف اتمر او قیوم کرزي په ګډون یو شمېر مهمې سیاسي څیړې ګډون وکړي.

لومړني انتخاباتي اتحاد چې په کې پنځلس سیاسي ګوندونه غړیتوب لري تیره اونۍ په کابل کې د خپل موجودیت اعلان وکړ.

د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې د پروسی پیلیدو ته په نژدې کېدو سره د ایتلافونو د جوړیدو د هڅو په ترڅ کې نن د دوهم انتخاباتي اتحاد د جوړیدو هڅه کېږي.

دغه اتحاد به چې په پام کې ده په کې د یولسو ګوندونو مشران او مهم سیاسي شخصیتونه راټول شي، غواړي د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره یو مشخص کاندید وړاندې کړي.

د نوي انتخاباتي اتحاد لپاره د نجات ملي جبهې او د ملي وحدت، ملي محاذ، افغان ملت او حق او عدالت ګوندنونو په ګډون یو شمېر مهمې سیاسې څیرې سره راغونډیږي.

د حق او عدالت د ګوند مرستیال معین مرستیال د دغې غونډې په اړه مشال راډیو ته وویل چې د یولسو ګوندونو مشران له زلمي خلیلزاد، علي احمد جلالي، اشرف غني احمدزي سره په ګډه هڅه کوي چې یو انتخاباتي اتحاد رامنځ ته کړي.

د مرستیال په وینا د همدې هدف لپاره نن په کابل کې غونډه جوړیږي.

مرستیال وویل چې؛ دوی هیله من دي چې تر پنجشنبې پورې یوې نتیجې ته ورسیږي.

د دوهم لوی انتخاباتي اتحاد د جوړیدو او د جمهوري ریاست لپاره د دې اتحاد له خوا د یوه مشخص کاندید د وړاندې کولو هڅې په داسې حال کې تیزې شوي چې تیره اونۍ د پنځلسو سیاسي ګوندونو او حرکتونو جوړ یو ایتلاف په کابل کې د موجودیت اعلان وکړ.

د دغه انتخاباتي اتحاد مهمې څیرې عبدالله عبدالله، عبدالرشید دوستم، احمدضیا مسعود، محمد محقق، عطامحمد نور، یونس قانونی، صلاح الدین رباني او امرالله صالح دي.

زلمی خلیلزاد، علي احمد جلالی، قیوم کرزي او د حق او عدالت د ګوند د رهبری شورا مشرحنیف اتمر هم د دغه اتحاد د د رامنځ ته کېدو په غونډو کې ګډون کړی و، خو د دغه اتحاد د اعلانیدو په مهال دغو شخصیتونو حضور نه درلود.

علي احمد جلالي وروسته په یوې خبري غونډه کې وویل چې؛ ایتلافونه باید قومي او سمتي نشي.
XS
SM
MD
LG