د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په غزني کې نوي کلن ديني عالم وواژه


چارواکي وايي، په غزني کې طالب وسله والو د دغه ولايت په کچه يو وتلی ديني عالم له خپلو دوو زامنو سره وژلی دی، دغه ديني عالم مولوي نورالحق نومېده، چې تېره شپه يې طالب وسله وال کور ته ور اوښتي او په خپل کور کې يې وژلی دی.


طالب وسله وال په شيلګر کې، د سيمې د وتلي ديني عالم مولوي نور الحق په کور ور اوښتي او هغه يې له دوو زامنو سره وژلی دی.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، پېښه د تېرې سېشنبې په شپه د شيلګر په عبدالرحيم کلي کې شوې ده.


دی وايي، طالبانو مولوي نورالحق له پاڅونوالو سره د اړيکو په تور وژلی، خو وايي، هغه يو بې پرې انسان وو او له يوې ډلې سره يې هم راشه درشه نه درلوده.


"طالبان تېره شپه د سيمې د وتلي ديني عالم مولوي نور الحق اخوندزاده کور ته ور اوښتي او هغه يې له خپلو دوو زامنو سره وژلی دی. دی په دې ګناه وژل شوی، چې طالبانو ته يې د خلکو د وژلو او د جګړو فتوا نه وه ورکړې، په دې سربېره طالبانو دی له پاڅوانوالو سره د مرستې په تور وژلی، خو دغه ديني عالم يو بې پرې کس وو، نه يې له دولت سره اړيکې لرلې او نه يې هم له کومې بلې ډلې سره راشه درشه درلوده."

طالبانو د مولوي نورالحق د وژلو مسووليت منلی او دغه نوي کلن ديني عالم يې اربکی بللی دی.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي، ملګرو يې تېره شپه نور الحق له دوو ساتونکو سره وژلی دی.

مولوي نور الحق کلونه وړاندې د غزني له نورالمدارس څخه فارغه شوی او تر اوسه يې سلګونه ديني عالمان روزلي وو، چې له همدې امله په سيمه کې د عالمانو د استاد يا استاد کل په نامه يادېده.

دی په سيمه کې په حق ويلو او سپينه خبره کولو مشهور وو، هغو کسانو ته به يې د جنازې لمونځ ورکاوه، چې طالبانو به وژلي وو، د خلکو تر منځ به يې سيمهييزې شخړې هوارولې او په دې سربېره يې د شيلګر خلکو ته، له خپلو کورونو څخه د دفاع په موخه له وسله والو سره د جګړې فتوا هم ورکړې وه.

وسله والو په غزني کې تر دې وړاندې د مولوي عبدالباري، مولوي نور محمد او ملوي معاون په نومونو درې نور ديني عالم هم په ورته توګه وژلي وو او ځينې نور يې په مرګ ګواښلي دي.
XS
SM
MD
LG