د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي، په زابل کې يې ۲۱ وسله والو ته مرګ ژوبله ور اړولې


د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې تېره شپه، د طالب وسله والو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښته شوې ده، چې پکې ۱۴تنه طالبان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

د زابل سيمه ييز چارواکي وايي، د تېرې دوشنبې په شپه يې په دغه ولايت کې طالب وسله وال را ايسار کړي وو او يو ويشتو تنو ته يې مرګ ژوبلې ور اړولې وه.


دوی وايي، طالب وسله والو غوښتل د سيمه ييز پوليسو په يوه پوسته کې د خپل ملګري په مټ نور پوليس ووژني، خو وايي، پوليسو وار له مخه ورته کمين نيولی وو،

چارواکي وايي، د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې تېره شپه، د طالب وسله والو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښته شوې ده، چې پکې څوارلس تنه طالبان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

دوی وايي، طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په يوه پوسته کې خپل يو ملګری ننه ايستی وو او غوښتل يې، د هغه پر مټ، تېره شپه پوستې ته راشي او پاتې ټول پوليس ووژني، خو وايي، سيمه ييز پوليس د دوی په دغه پلان خبر شوي وو او وار له مخه يې راتلونکو طالبانو ته کمين نيولی وو.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، پېښه تېر شپه په لس بجې د شاه جوی په صمد کلا سيمه کې شوې ده.

دی وايي، په وژلو شويو کسانو کې د ملا اشرف او ملا قهار په نومونو د طالبانو دوه سيمه ييز قومندانان هم شامل دي.

"زموږ امنيتي ارګانونو يو تکتيک په لاره اچولی وو، طالبانو يو ارتباطي کس د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې ځای پر ځای کړی وو او غوښتل يې د هغه پر مټ د سيمه ييزو پوليسو د يوې پوستې ټول پوليس يا ووژني او يا يې له ځان سره اسير کړي، خو زموږ سيمه ييز پوليس په دغه پلان خبر شوي وو او طالبانو ته يې کمين نيولی وو، چې په پايله کې يې څوارلس تنه طالبان وژل شوي، اووه يې ژوبل شوي او يو يې پوليسو ته ژوندی په لاس ورغلی دی."

رسوليار وايي، کله چې د پوليسو او طالبانو تر منځ نښته پيل شوې، نو هوايي ځواک هم د پوليسو مرستې ته ورغلی دی.

طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

شاو خوا پنځه اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د زابل په همدغه ولسوالۍ کې دوولس تنه سيمه ييز پوليس لومړی مسموم کړي او بيا يې له ځان سره وړي وو.
XS
SM
MD
LG