د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:دنوم لیکنې په بهير کې د ښځو ونډه زياته شوې


په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کمیسون چارواکي وايي په دغه ولايت کې د راتلونکي ولسمشر او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د کارت اخستنې بهير پر مخ روان دی او د ښځو ونډه پکې زياته شوې ده.


د ننګرهار کې د ټاکنو دخپلواک کمیسون مشر ډاکټر اختر محمد اجمل وايي د نوم لیکنې ارقام ښیي چې اوس مهال په دغه ولایت کې تر دیرش زره تنو پورې د رايې ورکولو کارتونه اخيتسې چې پنځه ویشت سلنه یې ښځې جوړوي.

(( د عامه پوهاوي ټيمونه چې دي دوی ته ويل شوي چې په ټاکنو کې د ښځو ونډه د تبليغ په واسطه نوره هم زياته شي. دغه ارقام چې موږ ګورو چې له پنځه ويشت فيصدو نه په کې ښځو زياته ونډه اخيستې ده. دا د همدغو مبليغينو د محنت له وجې ده چې دوی مختلفو ولسواليو ته ځي او خلک دې ښځې دې ته هڅوي چې راښي او نوم ليکنه وکړي.))

ډاکټر اجمل وړاندې وايي، د عامه پوهاوي لپاره یې ښځینه ټیمونه ګمارلي چې ښځې د ټاکنو په ارزښت وپوهو‎ي او ونډې اخستنې ته راوبلي.

(( د انتخاباتو مرکزي دفتر د ميډيا له لارې بعضې خپرونې لري د خلکو د تشویق لپاره همدا رنګه په ښارونو کې په لويو لارو کې موږ اعلانونه لګولي دي او په نيږدې وخت کې به موږ يو لوی کنفرانس هم په دې اړه جوړوو چې د ښځو ونډه نوره هم زياته شي.))

بلخوا د افغانستان په خيتځ کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون د ښځو د ملاتړ د څانګې مشره صابرينه حميدي اندیښنه لري چې سږکال به هم د تيرو کلونو په څير ښځې د سړو په خوښه خپلې رايې وکاروي.

(( دا چې زموږ په خويندو کې دا سياسي شعرو ضعیفه دی، دوی نه شي کولای چې خپله رايه په خپله اراده باندې استعمال کړي، تير کال په ليرو پرتو سيمو کې دوی د خپلو رايو په استعمال کې استقلاليت نه لرلو او د دوی راپه د نورو په اراده باندې اسعمال شوه.))

خو د ټاکنو خپلواک کمیسون مشر ډاکټر اجمل وايي که څه هم پخوا به دا ډول سرغړونې شوي وي خو په دې پیر کې یې کلک تدابير نیولي چې تیرې سرغړونې به تکرار نه شي.

((د انتخابانو مستقيل کميسيون داسې پلان لري چې ناظرينو ناظرين وګماري او د انتخاباتو له پروسې نه نظارت وکړي.))

ټاکل شوي چې د افغانستان ولسمشری او ولایتی شوراګانو ټاګنی د۱۳۹۳ کال ددوري میاشتي په شپاړسمه نیټه ترسره شی.

څارونکي وایي، چې که د ټاګنو بهير د امنیت او شفافیت په اړه سر له اوسه په ولس کې د پرتو اندېښنو د ليرې کولو لپاره د ټاګنو خپلواک کمیسون عامه پوهاوی وکړی نو دا ځل به ډېر خلک خپلی رایی وکاروي.
XS
SM
MD
LG