د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې اووه مړي موندل شوي دي


غزني - د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د اوو تنو جسدونه موندلي، چې په مرميو ويشتل شوي دي. دوی وايي، وژل شوي کسان د افغانستان د بدخشان، بلخ او جوزجان ولايتونو اوسېدونکي دي.


افغان چارواکي وايي، دغه اووه جسدونه تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ په چهاردېوال سيمه کې د ملي اردو سرتېرو موندلي ول، چې وروسته يې پوليسو ته سپارلي او هغوی بيا د غزني ملکي روغتون ته لېږدولي ول.

دوی وايي، وژل شوي کسان په مرميو ويشتل شوي، چې څلور پکې د بلخ، دوه پکې د جوزجان او يو بل د بدخشان ولايتونو اوسېدونکي دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، لومړی داسې فکر کېده، چې وژل شوي کسان به د ملي اردو يا ملي پوليسو سرتېري وي، خو وايي، وروسته مالومه شوه، چې ټول عام وګړي دي.

دی وايي، دا لا نه ده مالومه، چې وسله والو دغه کسان چېرته نيولي او په څه ګناه يې وژلي دي.

((دا خلک، عام وګړي دي، چې جسدونه يې د ملي اردو سرتېرو د اندړو ولسوالۍ په چهادېوال کلي موندلي وو، دوی ټول ځوانان دي، چې په مرميو ويشتل شوي دي، دا چې دوی چا نه پېژندل، نو ملي اردو د سيمې پوليسو ته سپارلي وو او هغوی بيا د غزني ملکي روغتون ته راوړي دي. کېدای شي، وژل شوي کسان به مزدوران وي.))

چارواکي د عامو وګړو وژل د طالب وسله والو کار بولي، خو دغې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

وړمه ورځ هم په اندړو ولسوالۍ کې وسله والو د عامو وګړو پر يو موټر بريد کړی وو، چې پکې درې تنه ملکي افغانان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG