د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې نښته پای، ټول وسله وال ووژل شول


جلال اباد - په تورخم د افغان کميسارۍ سرپرست نثار احمد مشال راډیو ته وویل، په دې سیمه کې د امریکايي اډې ته نېږدې پيل شوې نښته شا و خوا اته نیمې بجې پای ته ورسېده.

نوموړی وايي، سيمه په بشپړه توګه د امنيتي ځواکونو تر ولکې لاندې ده او دوی ته کوم تلفات هم نه دي اوښتي.

دی وايي، په سیمه کې هغه وسله وال چې د بهرنيو ځواکونو پر اډې يې بریدونه کول په بشپړه توګه وژلي:

((زموږ امنيتي ځواکونو سیمه په بشپړه توګه په کنټرول کې نیولې درې تنه وسله وال طالبان و،هغه درې واړه ووژل شو اوس مکمل امنیت دی.))

نثار احمد په دې پېښه کې د عامو خلکو او امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله نه مني، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، دوی درې تنه ډرېوران چې د پېښې له سیمې یې خپل موټر ایستل، ژوبل شوي دي:

((ایوب شینواری یم په تورخم کې یو تن دکاندار. سهار وختي، دا پېښه وشوه. اول د امریکایانو پر اکمالاتي موټرو درنې چاودنې وشوې. وروسته جنګ ونښت، نوره مرګ ژوبله موږ ته نه ده معلومه. خو درې تنه ډرېوران، چې غوښتل يې خپل موټر له سيمې وباسي زخميان شوي دي.))

یو بل کس وايي:

((زما نوم نورولي دی، په دې پېښه کې نورو عامو خلکو ته ځکه ضرر نه دی رسېدلی،چې دا اډې له دکانونو څخه لرې دی،خو موږ ته،چې کوم معلومات دي یو لس پينځلس لوي ټانګونه دې غاړه سوزيدلی او همداسې نور هاغې غاړې ته،خو هغه موږ ته نه معلومیږي ځکه لاره بنده ده.))

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته وویل، په تورخم کې امریکايي اډې پورې تړلي د لویو موټرو دوه لوی تمځايونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او په لسګونو لويې موټرې له منځه تللي ې زیاتره يې امریکايي ټانکونه دي.

مجاهد وايي، په دې نښته کې تر اوسه په لسګونو داخلي او خارجي امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې نه ده په ډاګه کړې.

خو امنیتي چارواکي او ازادې سرچینې دواړه د ده دا ادعا ردوي.

سهار وختي، کله په تورخم کې وسله واله نښته پيل شوې. د ډېورنډ د کرښې دغه سرحدي لاره هم د مسافرو پر مخ تړل شوې وه، او دواړو لوریو ته په سلګونو مسافر په انتظار پاتې ول.
XS
SM
MD
LG