د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دومره بې وسه شوي چې پر ملکیانو حملې کوي، کرزی


کابل - افغان ولسمشر حامد کرزي طالبان د هغو پېښو په وړاندې مسوول بللي چې تیره اوونۍ شوې دي او په ترځ کې یې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوړیده.


له ولسمشریزې ماڼۍ ( ارګ ) په خپور شوي یو بیان کې حامد کرزي دا ډول بریدونه د ترهګرۍ هڅې او ډله ییزه وژنې بللي دي.

په بیان کې راغلي طالبان اوس دومره مایوسه او ناتوانه شوي چې د ملکي خلکو په ځانګړي ډول له معصومو کارګرانو ، انجینیرانو، میرمنو ، او ماشومانو پرته پر بل چا د برید کولو وس نه لري.

حامد کرزی وايي، د طالبانو له کړنو دا خبره یو وار بیا جوتېږي چې دوی له تباهۍ او وژنو پرته نور څه په لاس کې نه لري.

په افغانستان کې وروستي بریدونه په کندهار او هېلمند ولایتونو شوي دي.

په دې کې په کندهار کې یوې ځان وژونکې حملې ۶ کسان ووژل او ۲۰ نور يي تپیان کړل.

دغه ځان وژونکې حمله د شنبې پر ورځ دقیقا سهار ۱۱ بجې په کندهار ښار کي د کابل بانک مخ ته رامنځ ته شول.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوید فیصل مشال راډیو ته وویل ځان وژونکی پلی وو او د کابل بانک د تلاشی پوستې ته يي نږدې په ځان پوري تړلو موادو ته چاودنه ورکړې.

د فیصل په وینا په چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۰ ڼور ټپیان دي. د نوموړي په وینا په وژل شوو کې څلور ملکیان یو پولیس او یو د کابل بانک ساتونکی دی او په ټپیانو کې هم ډېر ملکیان شامل دي.
XS
SM
MD
LG