د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل: په یوه کور ننوتي دوه وسله وال وژل شوي دي


کلات - افغان چارواکي وايي، دوو تنو وسله والو تېر ماښام ناوخته د کلات په اصغر کلي کې د اوپراتيفي کنډک پر قومندان د لاسي بمونو بريد وکړ، خو وروسته پوليسو بريد کوونکي پسې اخيستي او هغوی د عامو وګړو په يو کور ننوتي ول، چې له هماغه ځايه يې له پوليسو سره درې ساعته نښته وکړه.


د لاسي بمونو په بريد کې د پوليسو يو افسر وژل شوی او درې نور پوليس ټپيان شوي دي.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، جګړې ځکه ډېر وخت ونيو، چې کور ته ننوتو وسله والو د کور ښځې او ماشومان يرغمل کړي ول او د سپر په توګه يې کارول.

دی وايي، تر درو ساعتونو وروسته سرتېري وتوانېدل، چې ښځې او ماشومان له کور څخه روغ رمټ وباسي او بريد کوونکي ووژني.

((د اوپراتيفي کنډک قومندان د پېښې له ځای څخه تېرېده، چې وسله والو ورباندې د ګرېنېډونو بريد کړی دی، په دغه بريد کې د پوليسو يو افسر وژل شوی دی، خو وروسته بيا پوليس، بريد کوونکي تعقيبوي او هغوی اخیر يو کور ته ننوځي، چې بيا له هغه ځايه نښته کوي، خو درې ساعته وروسته هغوی دواړه وژل کېږي، چې جسدونه يې اوس هم په قومندانۍ کې پراته دي.))

رسوليار وايي، په نښته کې د کور دېوالونو ويجاړ شوي او څاروي وژل شوي دي، چې د هغوی به تاوان ورکړل شي.

دی وايي، پر دې سربېره، سرتېرو د شنبې پر ورځ په برو باقرزو او پولادګي سيمو کې پينځه وسله وال په مخامخ نښتو کې وژلي دي.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG