سوات - د خيبر پښتونخوا په سوات ضلعې (ولسوالۍ) کې د ډينګي ناروغۍ ښکار شویو شمېر سلګونو ته رسېدلی دی.
په سوات کې د مشال راډيو خبريال وايي چې د ډينګي وایرس په نتيجه کې د ناروغۍ مخنيوي له پاره په سیدو شريف کې يوه غونډه شوې ده چې په کې د صحت د نړيوالې اداري چارواکو هم ګډون کړی دي.
چارواکو پر خلکو غږ کړی چې په کورونو کې د اوبو جمع کولو ځايونه پاک کړي.
بلخوا د سوات د صحت د محکمي چارواکي وايي، د ډينګي ناروغانو شمېر ۷۵۰ وه، چې ۵۰۰ يې تر علاج وروسته فارغ کړي دي.
خو غير سرکاري اداري د ډينګي ماشو ناروغانو شمېر ۳۰۰۰ شاو خوا کې ښي.
ډینګي له وایرسه خپرېدونکې ناروغي ده. دا وایرس په یو خاص ډول ماشو کې وي او د ماشو له چیچلو سره بل کس ته خپرېږي.
دا ماشي زیاتره وخت، د نورو ماشو پرتله، په رڼو او پاکو ولاړو یا کم رفتاره اوبو کې هګۍ اچوي او هم هغه ځای یې د استوګنې له پاره هم وي.
ډاکتران وايي، د ډینګي ماشي زیاتره وخت له مازیګره د ماښام تر تیارې خپرېدو پورې خلک چیچي.