د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف حکومت خپلې درې میاشتینۍ ژمنې پوره کړې؟


په پاکستان کې د مې ۱۱مې تر ټاکنو مخکې د انتخابي مهم (کیمپېن) پر مهال د عمران خان تحريک انصاف ګوند د يوه لوی ځواک په توګه پورته شو.


د کیمپېن پر وخت ياد ګوند په خپلو خبرو او ویناګانو کې، په حکومتي نظام کې د يو شمېر بدلونو راوستو ژمنې کړې وې.

د ټاکنو په نتيجه کې تحريک انصاف په خيبر پښتونخوا کې اکثريت تر لاسه کړ او د نورو ګوندونو په مرسته يې حکومت جوړ کړی.

تحريک انصاف چې په واک کې تر راتللو وروسته په درې مياشتو کې دننه د بدلون راوستو کومي ژمنې کړې وې هغه وخت د جمعې پر ورځ پوره شو.

پوښتنه دا ده چې د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا حکومت آيا له خپلو ژمنو سره سم بدلون راوستی دی او که څنګه؟

پر دې موضوع مو په پېښور کې له مېشت خبریال او څېړونکي شوکت خټک سره خبرې کړې دي.

له نوموړي سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG