د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزي د ملي پیوستون ادارې د ۶ کارکوونکو وژنه وغندله


ولسمشر حامد کرزي په هرات ولایت کې د ملي پیوستون د پروګرام د۶ کارکوونکو وژنه وغندله.


له ارګ ماڼۍ څخه مشال راډیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کي ویل شوي؛ چې د ملي پیوستون د پروګرام څلور انجنیران او دوه کار کوونکي د یکشنبې په ورځ وسله والو طالبانو تښتولي وه او تیره شپه یې وژلي دي.

ولسمشر حامد کرزی چې اوس پاکستان ته په سفر تللی، ویلي چې د وسله والو مخالفینو دغه کار د افغانستان له پرمختګ سره په ښکاره ډول دښمني ښيي او دوی غواړي چې افغانستان باید ټول عمر نورو ته اړوي.

که څه هم افغان چارواکي ددغو کسانو د وژني تور پر وسله والو طالبانو لګوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG