د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له نواز شریفه د سولې تمه لرم"


افغانستان ولسمشر حامد کرزی اسلام اباد کې له وزیراعظم نواز شریف سره ګډ خبري کنفرانس ته وینا کوي
افغانستان ولسمشر حامد کرزی اسلام اباد کې له وزیراعظم نواز شریف سره ګډ خبري کنفرانس ته وینا کوي

پاکستان باید د افغانستان خیر وغواړي او دغه ډول افغانستان باید د پاکستان.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پاکستان د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې له وزیراعظم نواز شریف سره د ګډ خبر کنفرانس پر مهال هېله وښودله چې چې پاکستان به د افغانستان سولې عالي شورا او طالبانو غورځنګ ترمنځ د روغې جوړې خبرو د رامنځ ته کولو لپاره تر خپله وسه یو چوتره او فرصت برابروي چې د امن بهیر پر مخ ولاړ شي.


ولسمشر حامد کرزي وویل: زما ګران ورورو او قدرمن وزیراعظم نواز شریف دا د ویاړ ځای دی چې ما ته مو د ورور هېواد پاکستان ته د سفر کولو بلنه راکړه.

دا زما لپاره د خوښۍ ځای دی چې پاکستان ته راغلم او له خپل ورور او د پاکستاني ولس له مشر نواز شریف سره وینم.

ولسمشر حامد کرزي زیاته کړه: زه د هغه لپاره لویې تمې او هېلې لرم چې د خپل ولس له غوښتنو سره سم پاکستان د امن، سولې، او سوکالۍ کور وګرځوي، او دا هم باوري کړو چې افغانستان هم یو پر امنه او سوکاله هېواد وګرځي.

له پاکستاني حکومته په دې تمه چې د افغانستان سولې عالي شورا او طالبانو غورځنګ ترمنځ د روغې جوړې خبرو د رامنځ ته کولو لپاره به تر خپله وسه یو چوتره او فرصت برابروي چې د امن بهیر پر مخ ولاړ شي.
د دواړو هېوادونو ارمنځ د وروګلوۍ او دوستۍ مقاصدو د لا ټینګولو لپاره له افغان ولس سره په ګډ کار وکړي چې ترهګري او سختدریځي ووهو.

نن مو د پاکستان له قدرمن وزیر اعظم سره د خپلمنځي اندېښنو پر ټولو مسلو خبرې اترې وکړې، ما له خپله لوري د افغان ولس په استازیتوب د هغوی ارزوګانې چې په دواړو هېوادونو کې یې د سولې او سوکالۍ لپاره لري ورته څرګندې کړې.

موږ په پاکستان او افغانستان کې د تندلاریتوب پر وړاندې د ګډې مبارزې په باب هر اړخیزه خبرې وکړې.

ولسمشر حامد کرزي وویل: موږ په لومړیتوب او ټینګار سره په افغانستان کې د سختدریځۍ پر وړاندې ګډې مبارزې، د پخلاینې بهیر، او د امن رامنځ ته کولو پر مسایلو وږغېدو.

له پاکستاني حکومته په دې تمه چې د افغانستان سولې عالي شورا او طالبانو غورځنګ ترمنځ د روغې جوړې خبرو د رامنځ ته کولو لپاره به تر خپله وسه یو چوتره او فرصت برابروي چې د امن بهیر پر مخ ولاړ شي.

موږ هېله من یو او دا مو د سر اجنډا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او امنیت په راوستو کې پر مخ ولاړ شو.

ولسمشر حامد کرزي وویل: موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو اقتصادي مواقعو او فرصتونو هم خبرې وکړې، او په دې لړ کې مو ځینې پروژې مطرح کړې چې په عملي کولو سره به یې نه یوازې دواړه هېوادونه اقتصادي پرمختګ وکړي بلکې د دواړو هېوادونه راتلونکې کول به کولای شي چې خپلې انرژۍ د یوه سوکاله مستقبل لپاره وکاروي.

ولسمشر حامد کرزي زیاته کړه: ما له وزیراعظم نواز شریف سره د سیمې او نړیوالو اړیکو په باب هم خبرې وکړې، او پر هغه مې ټینګار وکړ چې له نړیوالو او په دې سیمه کې له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې اله ګټه رسولای شي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تعلقات وغځول شي.

پاکستان باید د افغانستان خیر وغواړي او دغه ډول افغانستان باید د پاکستان.

افغانستان له پاکستان سره د کلتور او نورو څانګو په برخه کې هم د همکارۍ غځولو لپاره خپله رضا ښودلې ده. خو د دواړو هېوادونو لپاره لومړۍ اندېښنه د خپلو ولسونو لپاره د امنیت کمی دی او د ترهګرۍ دوامداره خطرناکه بریدونه دي چې زموږ پر ابادیانو، زموږ پر وګړو، زموږ د دواړو ملکونو پر حکومتي تاسیساتو ، عسکرو او زموږ پر امنیتي ځواکونو ترسره کېږي.

ولسمشر حامد کرزي زیاته کړه: د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره دلته د پاکستان له وزیر اعظم سره لیدو ته راغلی یم چې د یوه ګډ عملي ګام اخیستو لپاره پرمخ ولاړ شو، او په دې سره نه یوازې په افغانستان او پاکستان کې امن راوړو او د ترهګرۍ پر وړاندې د یوې ګډې مبارزې په مټ نه یوازې د خپلو هېوادونو امن ډاډمنولای شو بلکې یو خوندي راتلونکې لرلای شو.

او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د قدرمن نواز شریف مننه کوم چې موږ ته یې دا موقع راکړه چې د پاکستان او افغانستان پر راتلونکې د خبرو لپاره یې زه دلته راوبللم.
XS
SM
MD
LG