د لاسرسي ځای

تازه خبر

”د کرزي سفر به سوله، سوکالي او پرمختګ راوړي“


اسلام اباد: د پاکستان وزیراعظم له افغان ولسمشر حامد کرزي سره روغبړ کوي
اسلام اباد: د پاکستان وزیراعظم له افغان ولسمشر حامد کرزي سره روغبړ کوي

”دا زما لپاره د زښته خوښۍ ځای دی چې خپل ځانګړي مېلمه ولسمشر او ګران ورور ولسمشر حامد کرزي ته پاکستان ته په راتګ د زړه له کومې هرکلی وایم. “

د افغانستان ولسمشر د پاکستان پر یوه ورځني سفر نن دغه هېواد ته له رسېدو وروسته یې په اسلام اباد کې له وزیر اعظم نواز شریف سره ګډ خبري کنفرانس وکړ.


په ګډ خبري کنفرانس کې د نواز شریف د وینا بشړ متن

”دا زما لپاره د زښته خوښۍ ځای دی چې خپل ځانګړي مېلمه ولسمشر او ګران ورور ولسمشر حامد کرزي ته پاکستان ته په راتګ د زړه له کومې هرکلی وایم. “

نوازشریف وویل ولسمشر کرزی له هغه وروسته پر داسې مهال پاکستان ته ورغلی چې په هېواد کې یې د ډموکراټیک لېږد بهیر ترسره شولو.


نوموړي په خپلو څرګندونو کې افغان پلاوي ته هرکلی وویلی چې له ولسمشر حامد کرزي سره په دې سفر کې مله دي.

وزیراعظم نواز شریف وویل: ((ولسمشر کرزی د لوړې ولولې څښتن دی، ما د نوموړي دغه ولوله پاکستان ته د هغه په مخکینیو سفرونه کې د لیدو کتو پر مهال ولیدله. د افغان ولس د پرمختیا او سوکالۍ لپاره د کرزي هڅې د ستایلو دي. زما حکومت په دې تکل سره خپل دوتر(دفتر) سمبال کړی دی چې په افغانستان کې د یوې سوله ییزې فضا د رامنځ ته کولو لپاره لاره هواره شي. او په دې سره موږ د پاکستان کورنیو لومړیتوبونو ته د پام اړولو جوګه کېدای شو.له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښه، پیاوړي او دوستانه تعلقات پر ځای کول مو د خپل مخلید حیاتي برخه بولو.))

وزیراعظم نواز شریف وویل: افغانستان نه یوازې زموږ ګاونډی دی، بلکې د ورګلوۍ او ګډ تاریخ په یوه نه شلېدونکي مزي ورسره تړلي یو.

زموږ امنیت او راتلونکې سوکالي په ګڼو لارو له افغانستان سره تړلې ده.

وزیراعظم نواز شریف وویل: ولسمشر کرزی پر یوه ډېر مهم پړاو د پاکستان سفر کوي. موږ د افغان ولس د جوړ جاړي او امنیت په خپل لاس کې د اخیستنې بهیر کامیابه لیدل غواړو.

۲۰۱۴م کال د افغانستان او دغه سیمې لپاره یو پرېکنده ارزښت لري. دا به زموږ مخلصانه او د زړه له تله ارزو وي چې دغه پړاو په خیر خیریت سره سر ته ورسي.

وزیراعظم نواز شریف وویل: ولسمشر کرزي او ما په بیا بیا هر اړخیزه خبرې کړې چې څنګه د راوړاندې ګډې ننګونې مخه ونیسو. او زموږ پر وړاندې د سترې موقعې یا فرصت نه څنګه ګټه پورته کړو.

نواز شریف زیاتوي ((ما مې ولسمشر کرزي ته په ټینګار سره ویلي چې پاکستان د سوکاله، پرامنه او متحد افغانستان سره تړلی دی. ما د افغانستان د سولې بهیر او پخلاینې سره د پاکستان پر ټینګه او مخلصانه مرسته هم ټینګار وکړ.))

وزیراعظم نواز شریف وویل: موږ دواړه پر دې یوه خوله یو چې د افغانستان جوړجاړي بهیر به افغان منځي او تر افغان مشرتابه لاندې وي. ما مې ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ، چې پاکستان به د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان د سولې او پخلاینې دغه خیالورې او اشرافي موخې ته د رسېدو لپاره د هرې ممکنه اسانتیا برابرولو مرسته جاري ساتي.

پاکستان به د افغانستان په سوله کې په سیمه یزو هڅو کې هم خپلې هڅې دوه چنده کوي.

وزیراعظم نواز شریف وویل: موږ په دې باور یو چې له همدې لارې د شخړو او بې ثباتیو مخه نیولای شو چې له لسیزو راهیسې یې زموږ سیمه په خپلو منګولو کې اخیستې ده.

زما حکومت له افغانستان سره د دوه اړخیزه تعلقاتو د لا پراخولو او ټینګولو لپاره په مساوي توګه ژمن دی.

وزیراعظم نواز شریف وویل: زه په دې باوري یم چې د دغه اړیکو مرکزي پام به د سوداګرۍ اړیکو دوستي وي، چې د زموږ د ولسونو ګډې ګټې خوندي وساتي.

وزیراعظم نواز شریف زیاته کړه: نن موږ پر دې ژور بحث وکړ چې موږ دواړه څنګه په ګډه کار کولای شو چې ګڼ اړخیزه تعلقات رامنځ ته کړو. موږ څنګه سیمه یزه همکاري رامنځ ته کولای شو.

موږ پر دې پرېکړه وکړه چې تجارت، توانايي، مواصلات له سیمه یز پلوه پېل کړو.

وزیراعظم نواز شریف وویل: موږ په دې باور وايو چې دغه نوښت نه یوازې افغانستان بډاییولای شي بلکې پاکستان او سیمه ترې زښته ګټه پورته کولای شي.

د همدې بهیر په ترڅ کې پرون د یکشنبې پر ورځ د پاکستان او افغانستان د خزانې وزیرانو سره ولیدل. دوی د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره پر یو لړ پروژو موافقه کړې. او دا پروژې به د افغانستان، پاکستان او سیمې اقتصاد ته لویه ګټه ورسوي.

وزیراعظم نواز شریف وویل: په دغه پروژو کې د تورخم جلال اباد لویه لاره. پر کونړ سیند برېښنا کوټ(بجلي ګر) جوړول، د تورخم، جلال اباد او چمن، سپین بولدک ترمنځ د رېل ګاډي پتړۍ غځول، د دې تر څنګ پاک افغان ټرانزټ ټرېډ تړونونه لاسلیکول.

زه خپلې خبرې پر دې ټکو رانغاړم چې په افغانستان کې تعمیري بوختیا، د افغانستان، پاکستان، سیمې او ټولې نړۍ په خېر تمامېږي. او ولسمشر کرزی زه پوره ډاډه یم چې پاکستان ته ستاسو سفر به د دواړو هېوادو ، سیمې او نړۍ په سوله، سوکالي او پرمختیا د ګډې موخې په حاصلېدو تمام شي.
XS
SM
MD
LG