کابل - ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به سبا یعنې د ګل پر ورځ پاکستان ته سفر وکړي.
د دې سفر هدف په افغانستان کې د سولې د بهیر له پاره د پاکستان د همکارۍ حاصلول او د دواړو هیوادونو د تعلقاتو پراختیا بلل کېږي.
نن د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر له خوا جاري شوې یوه خبر پاڼه وايي له ولسمشر کرزي سره به د افغانستان د سولې د عالي شورا یو وفد هم د پاکستان دوره کوي.
د سولې عالي شورا وايي د پاکستاني چارواکو سره به د طالبانو د یو شمېر قیدیانو مشرانو د خوشي کیدو په مسله باندې هم خبرې کوي.
کرزي پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل پاکستان ته د دې سفر د نتایجو په اړه ډاډ نه لري.
دیادونې وړ ده چې پاکستان کې د موجوده جمهوري حکومت په وخت کې به د دواړو هېوادونو ترمنځه د اعلا پایې دا اولنۍ دوره وي.