د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې ډینګي تبې سلګونه کسان ناروغه کړي دي


سوات - د خیبر پښتونخوا په سوات کې ډینګي تبې ګڼ شمېر کسان ناروغه کړي دي.

د سوات سیدو روغتون انتظامي مشران وايي، تر اوسه یې ۱۲۵ کسان داخل کړي دي او دا شمېر په زیاتېدو دی.


په روغتون کې بسترو مریضانو مشال راډیو ته وویل، په وارډونو کې ځای نه شته. د دوی په خبره، له بل ځایه یې په کرایه کټونه راوړي دي او مریضان یې په کې اچولي دي.

ناروغان ګیله من دي چې ډاکتران هم خپل کار په سمه توګه نه کوي او ټیسټونه هم په شخصي لېبارټریو کې کوي.

په روغتون کې یو شمېر کسان تر شنه اسمان لاندې پراته دي.

ډېر اغېزمن شوي کسان په روغتون کې د درملنې اسانتیاو نشتوالي له کبله یا خو کورونو ته ځي او یا هم په شخصي روغتونونو کې خپله درملنه کوي.

د سیدو روغتون ویاند ډاکتر شاه دوران وايي، دوی یو وارډ مریضانو ته مخصوص کړی دی چې په کې د ښځو او سړیو له پاره ۸۵ کټونه دي. دی وايي، له دوی سره یوازې د ۳۰۰ کسانو له پاره د ټیسټ انتظام وو. دی وايي، له دوی سره دومره ځای نه شته ځکه خو خلک په خپله د خپلو مریضانو له پاره د کټونو انتظام کوي.

د سوات قامي اسمبلۍ غړي سلیم الرحمان ویلي، دوی د ډینګي ناروغانو امداد او درملنې له پاره هلې ځلې پیل کړې دي او په روغتون کې ورته بل وارډ جوړوي او د ټیسټونو انتظام کوي.

دی وايي، ځای پر ځای د ډینګي ناروغۍ ماشو وژلو له پاره سپرې کوي او دا چې ولس دې هم په دې برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

په سوات کې شخصي لېبارټرۍ وايي، تر اوسه دوی په ۲۶۰ کسانو کې ډینګي ناروغۍ وایرس موجودګۍ تصدیق کړی دی او یو شمېر نور خلکو د ټیسټ له پاره د وینې نموني ورکړې دي.

دوی اندېښنه ښيي چې ښايي د ځپل شویو شمېر زیات شي.

ډینګي تبه له وایرسه خپرېدونکې ناروغي ده چې د یوې خاصې ماشې د چیچلو په واسطه خپرېږي. دې ناروغۍ په ماضي کې په لاهور کې ګڼ شمېر خلک ځپلي او وژلي دي.
XS
SM
MD
LG