د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې درې کسان وژل شوي دي


ګردېز - د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې د دې ولايت په دوو جلا جلا پېښو کې درې تنه وژل شوي دي.


د پکتيا ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حياګل پکتين وايي تېر ماښام ناوخته يې د دوی روغتون ته درې وژل شوي کسان وروړي، چې دوه يې د دې ولايت په سېدکرم ولسوالۍ کې وژل شوي او يو بل هم د ګردېز اړوند نيستي کوټ سيمه کې .

نوموړی وايي په سېدکرم ولسوالۍ کې وژل شوي دوه تنه د ملي اردو سرتېري وو چې وژونکي يې نه ول مالوم او روغتون ته وروړل شوي ول.

د ده په خبره يو کس چې د ګردېز اړوند نيستي کوټ سيمه کې وژل شوی وو، په ياده سيمه کې غلو وژلی او موټر يې ترې بيولی وو.

تر اوسه پورې د دې وژل شويو کسانو په اړه دولتي امنيتي ارګانونو څه نه دي ويلي، خو ځينې امنيتي سرچينې چې نه غواړې نوم يې واخيستل شي دغه پېښې تايدوي وايي چې امنيتي ادارو په ګډه په دې وروستيو کې د داډول پېښو د څېړنو په موخه کميسون ټاکلی دی.

دا پېښې په داسې حال کې کيږي چې په دې ورستيو کې په پکتيا ولايت کې د نامالومو کسانو له خوا د مرګ ژوبلې پېښې زياتې شوې او د خلکو په خبره لا هم امنيتي ځواکونه په دې کې پاتې راغلي دي چې مجرمين يې د قانون منګولو ته وسپاري.
XS
SM
MD
LG