د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا:وکیلانو او سناتورانو د پرمختیايي پروژو مخه ډب کړې


د پکتیکا ولایت خلک وايي، د ملي شورا په دواړو مجلسونو کې د یاد ولایت ځیني وکیلان او سناتوران په لوی لاس پکتیکا کې د یو شمېر ټولګټو پروژو د پلي کیدو مخه نیسي او د ودانیزو شرکتونو له مشرانو څخه باج او حصه غواړي.


دوی وايي، که چیرې دې مسلې ته توجه ونشي، نو ممکن هغه پنځوس میلیونه ډالر ضایع شي، چې نړیوالې ټولنې د یاد ولایت د سړکونو رغونې ته ځانګړي کړي دي.

په پکتیکا کی د یو شمېر مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو غړي او چارواکي وایي، چې په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د یاد ولایت ځیني استازي ځاني ګټو د موندلو له پاره په دې ولایت کې د ځینو مهمو ټولګټو پروژو د پلي کیدنې مخه نیسي.

په اورګون ولسوالۍ کې د ځوانانو د یو کلتوري بنسټ مشر یعقوب خان منظور مشال راډیو ته وایي، چې په ولسي جرګه او سنا مجلس کې د پکتیکا د خلکو بعضې استازي له هغو ودانیزو شرکتونو څخه د برخې غوښتنه کوي، چې د اورګون او ښرنې همدارنګه د شکین او سروبي ولسوالیو ترمنځ د غځیدلو لویو لارو د جوړیدود قرارداد د اخیستو هڅه کوي:

((مونږ د هغو ساختماني شرکتونو د مسولینو سره لیدلي دي، چې غواړي د دې سړک د جوړیدو چارې قرارداد کړي، خو هغوی ویل چې هر ځل د قرارداد د اخیستو چارې وروستي او نهايي پړاو ته نږدې کېږي، د پکتیکا یو شمیر وکیلان او سناتور صایبان هڅه کوي، چې په دې کار کې دوی خپلې ګټې خوندي کړي، نو که چېرې د دې خپل سریو پر وخت مخه ونه نیول شي، نو زه ګمان کوم چې د پکتیکا والو هغه پنځوس میلیونه ډالر چې له ډېرو ستونزو او تکلیفونو وروسته يې لاسته راوړي دي، هغه به له لاسه ورکړي.))

د پکتیکا ولایت د مدني ټولنې یو بل تن فعال نعمت الله خالد وايي، که چېرې د یادو پروژو د قرارداد او عملي کیدو په لاره کې ستونزې نه وای، نو په تېرو شپږ میاشتو کې به پر دې سړکونو ډېر کار شوی وای:

((دا کار باید له مخکې نه شروع شوی وای، ځکه اوس د کال شپږ میاشتې په تېریدو دي، که دا کار د پسرلي په سر کې شروع شوی وای، نو اوس به تر ډېره تکمیل شوی وو، نو دا سړک کار که ځنډیږي او یا د دې پروژې کار نه شروع کېږي، مهم علت يې همدا دی، له دې وجې چې موږ ویلای شو چې دغه خلک غواړي، چې شخصي ګټې راوړي.))

د پکتیکا د ولایتي شورا رئیس عبدالمبین فقیرزاده وايي، یاد سړکونه نه یوازې پکتیکا والو ته بلکې د افغانستان ټولو خلکو ته د اهمیت وړ دي او په دې سره به يې د تګ او راتګ همدرانګه د توکو دلېږد، رالېږد په برخه کې ستونزې راکمې شي:

((د اورګون د سړک بیډینګ فسخه شوی ده او بېرته اعلان ته ورکړ شوی ده، دا سړک خو د ټول افغانستان یوه لار ده، خاصتاً د پکتیکا او خاصتاً د نهو ولسوالیو، د ټولو ستونزه ورسره کمېږي.))

په مشرانو جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي جمعه دین ګیانوال هم ومنله چې، په پارلمان کې د پکتیکا د خلکو ځيني استازي د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره د دې لویې پروژې د پلي کېدو مخنیوی کوي، که پکتیکا وال د نوموړو کسانو د افشا کيدو غوښتنه ترینه وکړي، دوی به يې افشأ کړي.

((په ولسي جرګه کې او په مشرانو جرګه کې بعضې کسان شته، چې د دغه پروژې د خپلو شخصي ګټو په خاطر مخ نیسي، نو د دې په خاطر دغه مزاحمتونه دوی کړي دي او کوي يې او که چیرې پکتیکا وال وغواړي نومونه به يې هم ووایو.))

بلخوا په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازى سید اسحاق ګيلاني وايي، چې دی د وکیلانو او سناتورانو له خوا د قرارداد د عملي کیدو په لاره کې د خنډونو له ایجادولو څخه خبر نه لري، خو که څوک داسې عمل کوي، هغه له پکتیکا او ټول افغانستان سره جفاه کوي:

((ما دا نه دي اوریدلي، چې وکیلانو دې په دې کې لاس وهلی وي، یا حد اقل زما لاس خو په کې نشته، زما لاس خو دادی چې ما څو ورځې مخکې له وزیر فواید عامې سره خبرې وکړې او دا مې ترې غوښتنه وکړه، هر څومره ژر چې کولای شې، دغه سړک جوړ کړئ، په دې چې بیا ژمۍ راځي، بیا دا کار نه شي کیدای.

دومره مې واوریده، چې دوسیه يې مالیې وزارت ته رسیدلې ده، زه فکر کوم په دې کې چې د هر چا دلچسپي وي او غلطه دلچسپي وي دا د پکتیکا د خلکو سره نه، بلکې د ټول افغانستان د خلکو سره جفاء ده.))

یاده دې وي، پکتیکا د افغانستان په سویل ختیځ کې هغه نسبتاً پراخ ولایت دی، چې د پاکستان له دوو ایالتونو سره په اوږدو ګډه پوله لري او زیاتره خلک يې له ډېریو ټولنیزو خدمتونو څخه بې برخې دي.
XS
SM
MD
LG