د پاکستان په تاریخ کې پر لومړي ځل د زرګونه پوځيانو تر امنیتي څار لاندې د پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د ټول هېواد په لربر کې د ضمني انتخاباتو لپاره د رایې اچولو وروسته د ووټونو شمېرنې دوام لري.
له پېښوره د غیر سرکاري نتیجو له مخې د عوامي نېشنل ګوند د حلقې یو امېدوار حاجي غلام احمد بلور له خپل سیال د تحریک انصاف ګل باد شاه څخه وګټله. او د چمن کلا عبدالله د ضمني انتخاباتو غیر سرکاري نتیجو له مخې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عبدالقهار ودان خپل سیال د جمعیت العلماء اسلام ف او عوامي نېشنل پارټي مشترکه امېدوار قاري شېرعلي ته ماتې ورکړې.
په دغه ټاکنو کې د قامي اسمبلۍ ۱۵ او صوبايي اسمبلو ۲۶ حلقو لپاره سیالي وشوه.
بیا ټاکنې په عامو انتخاباتو کې د دوو یا درو څوکو ګټلو وروسته او یا هم د پارلماني غړو له مړه کېدو وروسته پر خالي شويو حلقو ترسره شوې. خو یوازې د ډېره اسماعېل خان او ټانک امنیت ته په کتو هلته بیا ټاکنې وځنډول شوې.
له ډېره اسماعېل و ټانک پرته د پښتونخوا صوبې د څلور قامي او څلور صوبايي حلقو لپاره ټاکنې وشوې، د مشال خبریال وايي، په نوښار کې ښځو ته د ووټ اچولو حق ور نه کړل شو.