د لاسرسي ځای

تازه خبر

سنګاپور کرکټ: افغانستان هندوستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

ډاکتر نور محمد مراد وايي: " ملي لوبغاړو نن د هندوستان پياوړې لوبډلې ته ماتې ورکولو دا وښوده، چې دوى له چا څخه کم نه دي."


په سينګاپور کې د ايمرجنګ کپ سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبدلې په خپله درېيمه لوبه کې د هندوستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.


د دې لوبې پچه د هندوستان د ٢٣ کلنو لوبډلې کپتان وګټله او د افغانستان ملي لوبډلې ته یې د توپوهنې (بیټینګ) بلنه ورکړه. د هیواد ملي لوبډلې په ټولو پنځوسو اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ١٨۴ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري سميع الله شينواري ٤٣، شهزاد محمدي ٣٨، کريم صادق ٢٥ او محمد نبي عيسى خيل هم ٢٥ مندې جوړې کړې.

ملي اتلانو سیالې لوبډلې ته د هدف پوره کولو موکه ورنکړه او د هندوستان لوبډله په ټولو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې وکړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٢٨ منډو په توپير سره وګټله.

د ملي لوبډلې باولر نبي عیسی خیل درې، رحمت شاه دوه، عزت الله دولتزي، حمزه هوتک او ميرويس اشرف هم په خپل ار د سیالې لوبډلې يو ، يو لوبغاړى وسوځولی.
په دې ګروپ کې هندوستان، افغانستان او پاکستان دوو لوبو ګټلو سره څلور ، څلور نومرې ترلاسه کړې، خو د نومرو د ښه اوسط له امله هند او پاکستان نيمه پاى لوبې (سيمي فاينل) ته ورسېدل.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود ، اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد او ټول کارکوونکي په دې بريا سره ملي لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.
ډاکتر نور محمد مراد وايي: " ملي لوبغاړو نن د هندوستان پياوړې لوبډلې ته ماتې ورکولو دا وښوده، چې دوى له چا څخه کم نه دي."

هغه زياتوي چې ملی اتلانو نن دیوه منظم پلان سره لوبه وکړه، او د هندوستان پياوړې لوبدلې ته يې اجازه ورنکړه، چې هدف ترلاسه کړي. "

د هغه په وينا، ددې بريا ترشا د لوبغاړو د سختو هلو ځلو او د هېوادوالو د دعاګانو ترڅنګ د ادارې غوره مدیریت هم مهم رول لوبولى دى.

راپور: فرید هوتک
XS
SM
MD
LG