د لاسرسي ځای

تازه خبر

فراه: ځانمرګې برید یو تن وژلی ۱۵ ژوبل


د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي مشال راډیو ته وویل، چې برید کې یو ملکي کس وژل شوی او د ملي امنیت د پنځو کارکونکو په ګډون پنځلس نور ټپیان دي.

افغان چارواکي وايي، د فراه ولایت د ملي امنیت رییس نن ( پنجشنبې پرورځ) له یوې ځانمرکې بریده روغ ووت راوتلی خو د دوی په خبره برید کې شاوخوا پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي مشال راډیو ته وویل، چې په حمله کې یو ملکي کس وژل شوی او د ملي امنیت د پنځو کارکونکو په ګډون پنځلس نور ټپیان دي.

دې زیاتوي، ځانمرګې برید نن سهار شاوخوا نهه بجې د فراه د ملي امنیت ریاست ته نږدې وشوچې هدف یې د فراه د ملي امنیت رییس جنرال عبدالصمد وو.

د فراه دولتي روغتون چارواکي وایي، د دو ټپیانو حالت نازک دی.
وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده.
XS
SM
MD
LG