د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دوو بلوڅانو مړي وموندل شول


د کراچۍ پولیس وایي، د سېشنبې پر ورځ د ښار له نادرن بای سره نزدې له یوې دشتې څخه ورته د دوه بلوچانو مړي په لاس ورغلي دي.


داورنګي ټاون ایس پي چودري اسد مشال راډیو ته وویل، وژل شوي دواړه کسان د بلوچستان صوبې د تربت د سېمې اوسیدونکې دي.

د هغه په وینا د دواړو مړو له جیبونو څخه دوی ته پرچې په لاس ورغلي دي چې پرې د دوی نومونه او پتې لیک دي .

((دی وایي دوی کې د یو تن نوم رمضان دی او د بل نوم غفار دی او دوی دواړه د لاپته کسانو له جملې څخه و))

د وژل شویو دواړو کسانو مړي د کراچۍ عباسي روغتون ته رسول شوي چې د ډاکټرانو په وینا د دواړو کسانو په جسمونو د تشدد نښې دي.

د ورک شویو بلوچانو لپاره د چلیدونکي تحریک مرستیال مشر عبدالقدیر بلوچ وایي،له دې مخکې هم د کراچۍ له سرجاني ټاون، نادرن بای پاس او له خواوشا سیمو څخه د ورک شویو بلوچانو مړي وخت په وخت موندل کېږي.

د هغه په وینا وژل شوي دواړه کسان لس ورځې وړاندې له تربت څخه هغه مهال تښتول شوي و، کله چې دوی د بي ایس ازاد ډلې د سیکرتر رضا جانګیر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تربت ته په لار وو.

عبدالقدیر بلوچ زیاته کړه اوس د بلوچستان ترڅنګ له کراچۍ څخه هم د بلوڅو د مړو د موندنې سلسله تېزه شوې ده او د روان کال د شورو راهیسې په کراچۍ کې هم د ورکو بلوڅو په لسګونو مړي موندل شوي دي .

((د تښتوونکو کېمپونه مخکې د بلوچستان په تربت کې و، اوس دوی هلته په دې ویریږي چې د دوی په ټارچر سیلونو باندې به بلوچ سرمچار حمله وکړي نو ځکه دوی اوس خپل ټارچر ځایونه په کراچۍ کې هم جوړ کړي دي . دوی خلک له بلوچستان څخه نیسي او بیا یې کراچۍ ته د تفتیش لپاره په پټه راولي .تفتیش روسته دوی دغه کسان وژني او بیا یې مسخ شوي مړي یې دلته په کراچۍ کې غورځوي))

قدریر بلوچ زیاته کړه، تښتونکو د غورځول شویو مړو د پیژندګلو لپاره هم یوه طریقه خپله کړې ده او هغه دا چې دوی د هر مړي په جېب کې یوه پرچه ږدي او په هغې کې د د وژل شوي سړي نوم او د هغې پته لیکي .

د هغه په وینا د سېشنبې په ورځ موندل شویو دواړه مړي د تربت دي ، دوی د کومې وسله والې ډلې کسان نه دي بلکې دوي زده کونکي او د بلوچستان نیشنل مومنټ ډلې غړي ول.

د ورکو شویو بلوڅانو د خوشې کولو لپار د چلیدونکي تحریک مرستیال مشر قدیر بلوچ که څه هم د دغو ټولو پېښو تور د پاکستان د استخباراتي ادارو او ایف سي ځواکونو لګوي، خو یادو ادارو تل دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG