د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: پاڅون کوونکي د ۱۴ وسله والو د وژلو ادعا کوي


په غزني کې د طالبانو پر ضد پاڅون کوونکي وايي، له طالبانو سره يې نښته شوې ده، چې په کې د څوارلسو تنو وسله والو د وژلو ادعا کوي.


دوی وايي، په دغه نښته کې اووه تنه نور وسله وال ټپيان شوي، چې د ځينو وسلې او موټر سايکلونه هم دوی ته ورپاتې شوي دي.

د طالب وسله والو پر ضد پاڅون کوونکي وايي، تېره ورځ يې د غزني په مقر ولسوالۍ کې طالبانو ته کمين نيولی وو، چې وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته شوې او څو ساعته يې دوام کړی دی.

دوی وايي، کمين يې د مقر ولسوالۍ د قرغنې د بند په سيمه کې سهار مهال نيولی وو، چې په کې د سلو په شاو خوا کې وسله والو د را ايسارولو دعوه کوي.

د مقر د پاڅون کوونکيو مشر سيد علي خان وايي، په نښته کې يې څوارلس تنه وسله وال وژلي او اووه نور يې ژوبل کړي دي.

دی وايي، تر نښته وروسته د طالبانو وسلې او موټر سايکلونه هم دوی ته ورپاتې شوي دي.

"د سهار په پنځه نيمو بجو له طالبانو سره جنګ ولګېده، چې تر سلو زيات طالبانو په کمين کې بند شوي وو، جنګ د غرمې تر دوولس نيمو بجو پورې روان وو، چې پکې اووه تنه طالبان زخميان شول، څوارلس نور ووژل شول. د دوی څو موټر سايکلونه، وسلې او اته مړي په ميدان پاتې شوي دي."

سيد علي وايي، په نښته کې ورسره ملي او سيمه ييزو پوليسو هم برخه اخيستې ده.
د مقر امنيه قومندان انجينر لطف الله کامران هم مني، چې د پاڅون کوونکيو مرستې ته ورغلي.خو په نښته کې د وژلو شويو وسله والو شمېر لس تنه ښيي.

"محلي پوليسو او ملي پاڅون يو کمين نيولی وو، چې په هغه کې د اب بند او ناوې ولسواليو له خوا څخه راتلونکي طالبان را ګير شوي وو، چې وروسته ملي اردو او ملي پوليس هم سيمې ته ورسېدل او نښته ولګېده، په نښته کې لس تنه طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي."

طالب وسله والو لا تر اوسه په نښته کې د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG