د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ نوی ښاري نظام پښتنو ته ګټه نه لري


د اجمل خټک کشر په خبره د نوي نظام ډېره ګټه پیپلز ګوند ته ده او زیان یې ایم کیو ایم ته دی.

کراچۍ: د نوي ښاري نظام په اړه مسوده د ګل (دوشنبې) پر ورځ په سیند اسمبلۍ کې منظوره کړل شوه. د نوي نظام زیاتې برخې د ۱۹۷۹ کال د ښاري نظام په څېر دي خو دې نظام ته د ۲۰۱۳ ښاري نظام نوم ورکړل شوی دی او د پخواني هغه په پرتله په کې لږې ډېر بدلون هم شوی دی.


په نوي نظام کې کراچۍ،حیدراباد، سکر او لاړکانې ته د میټروپولیټن ښارونو او د سیند صوبې پاتې برخې په ضلعي کونسلونو وېشل شوي دي.

په نوي نظام کې کراچۍ ښار په پنځه میونسیپل کارپوریشنونو تقسیم شوی دی.
په سیند اسمبلۍ کې اپوزیشن ګوند متحده قامي مومنټ د دې بل مخالفت کړی دی. په صوبایي اسمبلۍ کې د یاد ګوند اپوزیشن لیډر فیصل سبزواري په دې اړه تېره ورځ اسمبلۍ ته وویل:

(( په دې بل کې نیمګړتیاوې دي ،موږ ته مخکې د دې بل د کتو موقع په لاس نه وو راکړل شوی. په دې بل کې د سیند صوبې ښاري او کلیوالې برخې په دوو بیلابیلو برخو وېشل شوی دی ))

په سیند اسمبلۍ کې د حزب اختلاف نورو ګوندونو مسلیم لیګ ن او مسلیم لیګ فنکشنل ګوندونو هم د نوي بل ملاتړ کړی دی.

د منظور کړل شوي نوي قانون ترمخې د بلدیاتي نظام موده به څلور کاله وي او د دې ټاکنې به په ګوندي اساس کیږي. دمیټروپولیټن کارپوریشن مشر به یې مېیر وي او د ضلعې مشر به چیېرمېن وي.

دا چې نوی ښاري نظام د کراچۍ د پښتنو لپاره څه ګټې یا زیانونه لرلی شي ، په دې اړه د سیاسي چارو کارپوه اجمل خټک کشر وايي، پښتانه تقسیم دي ګټه نه ورته لري.

((داسې نه ښکاري چې په دې نظام کې به پښتنو ته ګټه په لاس ورشي ، د هغې یوه وجه داده چې نوي نظام کې به بلدیاتي ټاکنې په جماعتي بنیادونو کیږي. چونکې پښتانه په خپلو کې اتفاق نه لري او په یو ګوند کې راټول نه دي او دوي تقسیم در تقسیم دي نو ځکه ددوي طاقت به په نوي نظام کې هم ویشل کیږي . مخکني نظام کې کراچۍ ۱۸ ټاونه وه ، درې څلور ټاونونو کې به سکوټ اکثریت د پښتنو راتلو، اوسني نظام کې کراچۍ پنځه تقسیمه ده ، په دې کې په یوه برخه کې هم پښتنو ته واضح اکثریت نشته. په ضلع غربي که څه هم پښتانه زیات دي خو هلته هم دوی ته پیپلز پارټۍ موجوده ده ))

د اجمل خټک کشر په خبره د نوي نظام ډېره ګټه پیپلز ګوند ته ده او زیان یې ایم کیو ایم ته دی.

یاده دې وي تر دې مخکې په سیند صوبه کې د ۲۰۰۱ کال بلدیاتي نظام چلېدلی دی ، د هغه نظام له مخې د کراچۍ ښار په ۱۸ ټاونونو ویشل شوی و، په دغو ټاونونو کې د بلدیه ټاون ،سایټ ټاون او کیماړي ټاون ناظمان پښتانه و.

د یاد نظام موده په ۲۰۰۸ کال کې پای ته رسیدلې وه او له هغه وخته راهیسې په سیند صوبه کې بلدیاتي ټاکنې نه دي ترسره شوي.

د یاد نظام په اړه قانون په داسې مهال منظور شوی چې د پاکستان سترې محکمې (سپریم کورټ) څلور واړو صوبو ته د ښاري نظام د جوړولو حکم کړی وو.
XS
SM
MD
LG