د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې زدهکوونکو د خپلواکۍ ورځ ولمانځله


د افغانستان پاچا امان الله خان هڅه وکړه، د هېواد د چټکې پرمختیا له پاره یو شمیر ځوانان د تحصیلاتو له پاره بهر ته ولیږي.

د خوست د ښوونځیو یو شمیر زده کوونکو او ښوونکو د غازي امان الله خان خصوصي لیسې په انګړ کې د یوې غونډې د جوړیدو له لارې د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو څلور نوي یمه کالیزه ولمانځله.


ویناوالو په خپلو مقالو او ویناوو کې د خپلواکۍ په ارزښت او د هغه وخت د افغان ټولواک غازي امان الله خان په شخصیت او مترقي پلانونو رڼا وچوله او ویې ویل، چې هر کله یرغلګر د جګړې په ډګر کې مات شول، نو د یو شمیر داخلي کړیو د پاڅونونو او پراخو ستونزو د ایجادولو له لارې ملت له یو بل کړکیچ سره مخامخ شو.

دوی هیله وکړه، چې بالاخره افغانان به وتوانیږي، له شته ستونزو څخه ځان راوباسي او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو موخې عملي شي.

د غازي امان الله خان لیسې مدیر نوراحمد په خپلو خبرو کې وویل، چې د وخت ټولواک امان الله خان هڅه وکړه، د هېواد د چټکې پرمختیا له پاره یو شمیر ځوانان د تحصیلاتو له پاره بهر ته ولیږي:

((غازي امان الله خان د نړۍ له ډېرو ملکونو سره سیاسي، اقتصادي روابط ټينګ کړل او د افغانستان زیات شمېر محصلان يې د زده کړې له پاره خارجي یا بهرنیو ملکونو ته واستول، تر څو افغانستان یو چټک پرمختګ وکړي، د هغو ملکونو په قطار کې ودریږي، چې هغه پر ځان بسیا دي او په خپلو پښو ولاړ دي.))

د خوست یو تن ښوونکي بهادر وویل، چې د هغه وخت ټولواک د افغانستان د پرمختګ له پاره د ګاونډویو او نورو دوستو هېوادونو د مرستو د راجلبولو له پاره بهرني سفرونه تر سره کړل:

((دا چې غازي امان الله خان یو پوهه، مترقي او عالم شخص وو، غوښتل يې چې افغانستان د نړۍ د مترقي او پرمختللو هېوادونو په قطار کې ودروي، نو د هېواد د پرمختګ، ترقۍ، سوکالۍ، ابادۍ ، ښېرازۍ او سمسورتیا له پاره يې په زړه پورې پلانونه ترتیب او د تحقق او ترسره کولو له پاره يې اوچت ګامونه پورته کړل.

ده د وطن د سمسورتیا په نیت د لومړي ځل له پاره له هېواده بهر اروپايي او اسیايي هېوادونو ته د سفر ملا وتړله، تر څو د ګاونډیو او نورو دوستو هېوادونو مرستې او کمکونه تر لاسه کړي او بالاخره افغانستان په پرمختللي هېواد بدل شي، خو داخلي او نړیوالې ارتجاع دې ارمان تر سره کیدو ته پرېنښوده.))

د ښوږونځي یو تن زده کوونکي ارشاد الله وویل، چې ازادي په توره ګټل کیږي، خو باید ولسونه يې په تدبیر سره وساتي، ځکه دا د خلکو حق دی:

((ازادي په توره اخیستل کیږي او په پوهه او تدبیر ساتل کیږي، نو پر موږ لازمه ده چې د خپل هېواد ساتنه په پوهه او تدبیر سره وکړو، خپلواکي د یو هېواد د خلکو حق دی، خو دا حق باید په خپله ولسونه خپل کړي.))

د غونډې په جریان کې د یو شمیر زده کوونکو له خوا په زړه پورې ترانې هم زمزمه شوې، ټاکل شوي په خوست کې د یوې نسبتاً لویې راټولیدنې له لارې هم د افغانستان د ازادۍ ورځ ولمانځل شي.
XS
SM
MD
LG