د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د افغانستان خپلواکۍ ورځ ولمانځله


امان الله خان عيد جومات ته راوت، توره يې له تيکې راو ايسته او د انګريزي ښيکلاک په مقابل کې يې خپلواکي اعلان کړه.


د افغانستان د نورو ولايتونو په څير په ننګرهار کې هم د دغه هيواد د خپلواکۍ ۹۴ يمه کليزه ونمانځل شوه. دغې نمانځغونډې کې د ننګرهار په اداري چارواکو سربيره، امنيتي ځواکونو، قومي مشرانو او يو شمير فرهنګيانو برخه لرله.


د افغانستان د خپلواکۍ ۹۴ يمې کليزې په مناسبت د ننګرهار سرپرست والي محمد حنيف ګرديول د امنيتي چارواکو په ګډون د غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګيډۍ تر کيښودو وروسته په خپلو خبرو کې د ازادۍ د ورځې د مبارکې تر څنګ په افغانستان کې د سولې او امن غوښتونکی شو. نوموړي وويل:

(( دا چې له انګريزي ښکيلاک نه زموږ نيکونو د غازي امان الله خان په مشري خپلواکي اخيستې او نن يې ۹۴ يمه کليزه نمانځل کيږي، د دغې ورځې مبارکي ټولو افغانانو ته او په ځانګړې توګه د ننګرهار ولسونو ته وايم. او دغه ناخوالې او بد بختۍ چې زموږ په هيواد کې موجودي دي، د بد امنۍ او نور مسايل چې دا په خير او خوشحالۍ سره خدای حل کړي او زموږ وطن ته سوله او امن راولي.))

د افغانستان په خيتځ کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال دادن لونګ په په ولسونو ته ډاډ ورکړ چې دوی په هر ډول شرايطو کې د خپل هيواد د ازادۍ د ساتلو توان لري.

(( په ننګرهار کې ميشت ملي او امنيتي ځواکونه په هر ډول شرايطو کې د خپلې خاورې، استقلال، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپرتيا او ملي نواميسو او ديني ارښتونو په کلکه دفاع وکړي.))

د ختيځو سيمو د ليکوالو او ژورنالستانو ټولنې مشر لال پاچا ازمون د ننګرهار ميشتو فرهنګيانو په استازولۍ په دولت نيوکه وکړه چې د بهرنيو مرستو سره سره د غازي امان خان مزار تر اوسه په اساسي توګه جوړ نه کړی شو.

(( موږ خوشبخته خلک يو چې دغسې ستر غازيان لرو، خو بد بخته په دې يو چې بيا د داسې لويو خلکو مزارونه په دې حال پراته وي. په ټوله دنيا کې د ملي قايدينو مزارونه په شيشه يي ماڼيو کې بند دي، او همدارنګه د هغوی د مزارونو تر څنګ کتابونه غوړيدلي وي او د دنيا سيالانيان راځي او پرې خلک يادښتونه ليکي. ولې متاسفانه، زموږ خولې وشليدې، قلمونه مو ستړي شول خو له بده مرغه زموږ د دغه غازي مقبره تر اوسه جوړه نه کړی شوه، بله ورځ به وګوریء دا چت به يې هم رالويدلي وي.))

د يادولو ده چې په ۱۹۱۹ م ميلادي کال چې امير حبيب الله خان د لغمان په کله ګوش کې ووژل شو نو په کابل کې امير امان الله نايب چې د نايب الحکمه ټاکل شوی، ولسونه راپورته شول او غازي امان الله خان ته يې بيعت وکړو چې په هماغه ورځ امان الله خان عيد جومات ته راوت، توره يې له تيکې راو ايسته او د انګريزي ښيکلاک په مقابل کې يې خپلواکي اعلان کړه.
XS
SM
MD
LG