د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پر هوايي ډګر امنیت سخت کړل شوی دی


اسلام اباد - د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د بې نظیر بوټو هوايي ډګر د امنیتي ګواښونو له وېرې پولیسو په سخت امنیت کې ساتلی دی.


په اسلام اباد کې له تېرو څو ورځو راهیسې امنیتي ګامونه اخیستل شوي او سیکورټي سخته کړای شوې ده.

د مشال رېډیو خبریال وايي، اسلام اباد ته په تلونکو لارو یو شمېر نورې امنیتي پوستې هم جوړې کړل شوې دي.

د اسلام اباد پولیس مشر ویاند محمد نعیم د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د روانو امنیتي حالاتو له کبله د اګست له څلورمې راهیسې امنیتي ګامونه سخت کړل شوي دي:

((له اوسنیو حالاتو سره سم، موږ د امنیت پوره انتظامات کړي دي. زموږ د پولیسو اېس پي (لوړ پوړی مشر) اوس هم د امنیتي حالاتو جاج اخلي. موږ پوره هڅه کړې ده چې امنیت ټینګ کړو.))

له خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو له مسافرانو سره هوايي ډګر ته تلونکي خپل خپلوان وايي، دوی پر امنیتي پوستو او هوايي میدان ته د ننوتو پر وخت امنیتي سرتېرو له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په تېرو ورځو کې د اسماعیل خان ډېرې پر زندان د طالبانو تر حملې وروسته پاکستانیو چارواکو داسې مالومات تر لاسه کړل چې وسله وال ښايي د اسلام اباد د اېیر پورټ تر څنګ پر نورو مهمو ځایونو هم حملې وکړي.
XS
SM
MD
LG