د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست شمل فارم باغ خوړ پل جوړولو کار پیل شو


خوست - په افغانستان کې د خوست شمل د فارم باغ خوړ چې د پلنوالي له نظره تر ټولو لوی خوړ بلل کیږي او په باراني موسمونو او سیلاوونو دې راوتلو پر مهال د اوږده وخت له پاره د خلکو او موټرونو د تګ او راتګ پر مخ تړل کیږي او د خوړو په دواړو غاړو کې د پرتو لویو قومونو او په سلګونه کليو خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کیږي، بالاخره د نوموړي سیلاب پر سر د اوږده او اساسي پل د جوړیدو کار نن د یکشنبې په ورځ پیل شو.


د شمل او فارم باغ د سیلاب د پاسه نوی جوړیدونکی پل چې ۱۶۰ اوږدوالۍ او اته متره بر لري، د نړیوال بانک په مالي مرسته به د څه د پاسه ۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د یاد پل د کار د پیلیدا په مراسمو کې د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې د دې پل د جوړولو کار به د اتلسو میاشتو په موده کې تر سره شي او په دې سره به د یادې سیمې د خلکو هغه اندیښنې ختمې شي، چې د بارانونو او سیلابونو په موسمونو کې به له دوی سره موجودې وې:

((د دې پروژې لګښت تقریباً ۶۷میلیونه افغانۍ دی، ۱۶۰ متره يې اوږدوالۍ او اته متره يې بر دی، په دې ځای کې لویه او مهمه پروژه پلي کیږي، له ښه مرغه موږ وتوانیدو چې سږ کال موږ خوست ښار له ولسوالیو سره ونښلوو، د خوست ښار د هغه نږدې کلیو او بانډو سره وصل کړو، د خوست ښار هغه د سیلابونو او خوړونو کومې اوبه چې راځي او په اونیو، اونیو يې خلک په انديښنه کې اچولي وي، چې څرنګه به د خوست ښار څخه و کلیو ته ځي، ولسوالیو ته ځي او څرنګه به خپل ناروغان ښار ته انتقالوي، دا ټولې ستونزې به غوڅې شي.))

د شمل قوم یو تن قومي مشر حاجې سیدالرحمان په خپلو خبرو کې وویل، دوی به چې کله خوړونه او سیلاوونه راغلل، نو خپلو ناروغانو او ټپیانو لیږد او نورو اړتیاوو پوره کیدو ته په تشویش کې ول چې د دې پل په جوړیدو سره به دا ټولې ستونزې حل شي:

((په رښتیا هم موږ د دې پل د نه موجودیت له کبله له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ وو، موږ د زیاتو اوبو له کبله د خوړ یو او بل لوري ته نشو تللی، ډېر وختونه داسې شوي دي چې په ژمي کې یا په اوړي کې خوړ او باران راغلی دی، زموږ ناروغان راغلي دي، ټپیان راغلي دي تر څو په دې لاره تېر شي، خو د پورې کیدو امکانات ورته نه دي برابر شوي، د دې پل په جوړیدو سره انشاالله و تعالی زموږ دا ټول مشکلات حل شي.))

د شمل یو بل تن قومي مشر حاجي کاکی وايي، دا لاره میرامشاوو او میرعلي ته د نورو لارو په پرتله ډېره نږدې او اقتصادي ده، خو اکثره تجار د همدې خوړ څخه د اندیښنې په وجه په دې لاره په زیاته اندازه د خپلو مالونو لیږد رالیږد ته زړه نه ښه کوي:

((د شمل پل د شمل خلکو له پاره، د مستربل اوسیدونکو له پاره د خرڅینو له پاره حیاتي اهمیت لري، که اقتصادي اړخ يې راواخلو ډېر موټر په دې لاره باندې روان دي، چې میرامشاوو ته د ګوربزو په هغه لاره باندې موټر رسیږي، په دې لاره باندې میرعلي ته رسیږي.

که له یوې خوا موټر میرعلي ته رسیږي، خو کرایه يې په هماغه اندازه وي، په تجارتي لحاظ مصرف کم پرې راځي، په دې لاره دومره سوداګریز موټر ځي چې اندازه يې نشته، خو ستونزه داده چې د دې پل د نه موجودیت په اساس باندې موټر په نورو لارو ځي.))

د فواید عامې رئیس انجینر مامور شاه وویل، غواړي د نورو پلونو د جوړولو له پاره هم د ډونرانو څخه لازم فنډ تر لاسه کړي، د ده په وینا د دې پلونو په جوړولو سره به د خوست سیمې له یوې او بلې سره وتړي:

((خوست موسمي بارانونه لري او تقریباً په میاشتو میاشتو دوام پیدا کوي، په دې وخت کې د خوست له ښار سره اکثره ولسوالۍ بې ارتباطه وي، مګر د دې پلونو په جوړیدو سره موږ ټول خوست سره وتړلو، په اینده کې موږ پلان لرو، چې هغه پاتې پلونه هم چې د سیګۍ پل دی، په هغه کې د ایوب خېلو پل دی، په هغه کې د متون د درش کلي پل دی جوړ کړو.))

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې په خوست کې د زاکوخېلو او متون پر خوړونو هم د پلونو د جوړیدو کارونه پیل شوي، چې تمه کیږي د یادو پلونو په بشپړولو سره به د خوست دا مهمه ستونزه په بینادي ډول حل شي.
XS
SM
MD
LG