د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د کرزي سفر به ښه نتیجې ولري: شېرپاو


کابل - د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو هیله څرګنده کړې، پاکستان ته به د افغان ولسمشر حامد کرزي راتلونکی سفر د دواړو هیوادونو له پاره ښه نتایج ولري.


هغه د شنبې پر ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر سره ولیدل.

د ولسمشر کرزي له دفتره په یوه خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او د ګډو امنیتي ګواښونو پر ضد پر همکاریو خبرې وکړې.

بل پلو له ارګه خپره شوې یوه بله خبرپاڼه وايي، ولسمشر کرزي د پاکستان د عوامي نیشنل ګوند د یوې مشرې نجمه حنیف وژنه په کلکه غندلې ده.

د عوامې نیشنل ګوند دا غړې د جمعې پر شپه د پېښور په حیات اباد کې په خپل کور کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې وژل شوې ده.
XS
SM
MD
LG