د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت پر نجلۍ د قران سپکاوي تور لګوونکی ملا خوشې کړ


دا رمشا مسیح ده چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته هیلي کاپټر کې کې ناسته ده.
دا رمشا مسیح ده چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته هیلي کاپټر کې کې ناسته ده.

اسلام اباد - د پاکستان یوه عدالت هغه ملا خوشې کړی دی چې پر یوې عیسوۍ نجلۍ یې د قران د سپکاوي تور پورې کړی وو.


د اسلام اباد یوه جومات امام خالد جدون چشتي پر رمشا مسیح د قران پاک د پاڼو سوځلو تور پورې کړی وو.

رمشا د ۲۰۱۲ز کال په اګست کې نیول شوې وه او درې اوونۍ یې په زندان کې تېرې کړې وې.

پر چشتي تور وو چې ده له ایرو په ډک یوه بیګ (بوجۍ، خلته) کې د قران پاڼې اچولې وې.

دا بیګ له رمشا تر لاسه شوی وو چې په اړه یې فکر کېږي چې دماغي حالت یې سم نه دی.

ملا که څه هم نیول شوی وو خو هیڅ کله هم په رسمي ډول مجرم نه وو ګرځول شوی.

د خالي پر ورځ د چشتي وکیل وویل، د اسلام اباد عدالت ملا ځکه خوشې کړ چې د ده پر ضد کافي شواهد نه ول موجود.

هغه وخت چې پر رمشا د قران د سپکاوي پورې شوی وو نو هغه ۱۴ کالنه ماشومه وه.

په پاکستان کې د سزا ګانو د قانون ۲۹۵ - ج ماده وايي، پر هر کس چې د اسلام، پیغمبر یا قران د سپکاوي تور زبات شي نو د هغه سزا مرګ ده.

په دې وروستیو کې کاناډا د رمشا کورنۍ ته پناه ورکړه او هغه کاناډا ته ولاړه.
XS
SM
MD
LG