د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې د امریکا و پولینډ پي ار ټي ماموریت پای شو


د ولایتي بیا رغاونې ډلې په بېلا بېلو ځایونو کې پرمختیايي پروژې عملي کوي
د ولایتي بیا رغاونې ډلې په بېلا بېلو ځایونو کې پرمختیايي پروژې عملي کوي

غزني - په غزني کې د امريکا او پولېنډ د ولايتي بيا رغاونې ډلې ماموريت پای ته ورسېد او د شنبې پر ورځ يې د بيا رغاونې برخه وتړل شوه.


په کابل کې د امريکا د سفارت چارواکي وايي، تر دې وروسته به خپلو مرستو ته د اړوندو وزارتونو له لارې دوام ورکړي.

د غزني والي موسا خان اکبر زاده وايي، د ايساف يوې ملکي مسوولې ورسره د لېدنې پر مهال ويلي، چې د بيا رغاونې په برخه کې يې په غزني کې ماموريت پای ته ورسېد. خو مرستې به يې د افغان دولت له لارې دوام وکړي.

دی وايي، په ولايتونو کې د ولايتي بيا رغاونې ډلو له افغان دولت سره د يو موازې حکومت بڼه درلوده او د ماموريت پای ته رسېدل يې، ښه کار بولي.

((د ايساف يوه ملکي مسووله چې د ۱۴ ولايتونو مسووليت په غاړه لري راغلې وه، هغې په درو شيانو باندې خبرې وکړې، چې په کې سياسي انتقال، نظامي انتقال او د بيا رغاونې د چارو انتقال شامل دي. دې وويل، دوی به تر دې وروسته په ولايتونو کې مستقل کار نه کوي، بلکې خپله بوديجه به د افغانستان د حکومت له خوا لګوي، چې دا د حکومت له پاره يو ښه زېری دی.))

په کابل کې د امريکا د سفارت استازي وايي، په غزني کې د امريکا او پولېنډ پي ار ټي د روغتيا، پرمختيايي پروژو او پوهنې په برخو کې ۱۶۸ ميليونه امريکايي ډالر لګولي دی، خو د غزني والي موسا خان اکبر زاده وايي، دوی يې له دغې ادعا سره موافق نه دي:

((کوم رقم چې دوی د پيسو ويلی، موږ له هغو سره موافق نه يو، له هغه وخته چې زه راغلی يم. له هغه راهيسې په غزني کې د اوو، اتو ميليونو ډالرو د لګېدلو نتېجه واضحه مالومېږي. زه فکر کوم چې له ۱۳۸۰ [لمریز کال راهیسې] تر اوسه پورې له ۵۷ نيولې تر ۶۰ ميليونه ډالرو زياته مرسته نه ده شوې. خو د سږ کال څه نورې پروژې که هم ورسره جمع شي، احتمال لري، چې ۷۰ ميليونه ډالرو ته به ورسېږي.))

د امريکا او پولېنډ پي ار ټي له تېرو ۱۱ کالونو راهيسې په غزني کې فعاله وه، چې د امنيت، سياست او اقتصاد په برخو کې ماموريت درلود.
XS
SM
MD
LG