د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: ورکو بلوڅانو له پاره جوړ کیمپ سوځل شوی

کوټه - د ورکو شویو بلوڅانو د موندلو له پاره کارکوونکې اداره واېس فار ميسينګ بلوڅ وايي د جمعې پر ماښام کوټه کې د دوی يو احتجاجي کیمپ سوځل شوی.


د دې ادارې یو مشر، عبدالقدير بلوڅ د خالي پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې څو ورځې مخکې ورپسې ځينې خلک ورغلي ول او ورته ويلي يې وو چې کیمپ بند کړئ که نه نو ښه به نه وي.

چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ويلي.
ياده دي وي چې دا وخت ځينې بلوڅ وسله والې ډلې له پاکستانه د ازادۍ له پاره جنګېږي.

د بشري حقونو له پاره بلوڅ کارکوونکي وايي د دوی په زرګونه کسان د پاکستان د امنيتي ادارو له خوا لا درکه کړل شوي دي.

په دې اړه د پاکستان په سپريم کورټ کې د روان يو کېس د اورېدنې په لړ کې چيف جسټس افتخار محمد چودری د زيارت په ورځ وويل چې بلوچستان کې د ځينو لا درکه شويو کسانو په معامله کې د امنيتي ځواک (اېف، سي) خلاف ثبوتونه موجود دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG