د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سکندر حیات په معاملې کې به پولیسان معطله کړل شي


اسلام اباد - د پاکستان د کورنيوو چارو وزير وايي اسلام اباد کې د پنجشنبې ماښام د پېښې په تړاو کېدای شي ځينې امنيتي چارواکي له دندو معطله کړي.


د جمعې پر ورځ چودری نثار علي خان اسلام اباد کې د هغې پېښې په اړه خبرې کولې چې په کې د سکندر حيات په نامه يوه کس له دوو ټوپکو سره د اسلام اباد سخت امنيت لرونکي سيمې يا ريډ زون ته ورننوت او هلته یې ډزې کولې.

چودری نثار وويل:

((امنيتي حصار ماته شوی. دا امنيتي کمزوري ده. زه به د ښکته کچې نه بلکې د لوړې کچې خلک هم له دندو معطل کوم ځکه چې څنګه او ولې دا کار وشو؟ د داخله وزارت له خوا چې کوم ابتدايي تحقيقات شوي د هغې له مخې ماته وويل شو چې د فلاني، فلاني اېس، اېچ، او ذمه واره دی خو ما ورته وويل چې تر هغه پورته به هم کوم افسر وي. نو تاسي به وګورئ چې موږ به د لوړې کچې افسران هم معطلوو.))

د سکندر حيات په نامه دغه کس بيا د پيپلز ګوند د يو غړي زمرد خان په مداخلې سره پوليسو ونیوه.

سکندر حیات په اسلام اباد کې له خپلې ښځې او دوو ماشومانو سره ډزې کولې او دا غوښتنې یې وې چې په پاکستان کې دې اسلامي نظام عملي کړای شي، اوسنی حکومت دې ړنګ کړل شي او د اسلام له احکامو سره سم دې نوي انتخابات وکړل شي.

د زمرد خان تر مداخلې وروسته سکندر په ډزو ولګېد خو د پاکستان انسټي ټیوټ اف میډیکل ساینسز (پېمز) روغتون ډاکتران وايي روغتیايي حالت یې ښه دی.
XS
SM
MD
LG