د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د عوامي نیشنل ګوند غړې وژل شوې ده


پېښور - د خيبر پښتونخوا پوليس وايي، د عوامي نيشنل ګوند يوه مشره نجمه حنیف د جمعې پر ورځ د پېښور په حيات اباد کې وژل شوې ده.


د حيات اباد تاڼې د پوليسو مشر رياض علي شاه د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل:

((د نجمې خاوند حنیف ګل [جدون] دوه ښځې وې. نجمه چېرې دعوت شوې وه او د کور ور یې خلاص وو چې یو کس ورننوتی دی او ډز یې کړی دی. ډز له ۳۰ بور تفنګچې (تماچې) شوی دی. دا یو ډز لګېدلې ده.))

ریاض علي شاه وايي، دوی ورته پلار ورغوښتی وو، ورور یې ور غوښتی وو نو هغوی ویل لږ سوچ کوي او بیا رپورټ درج کوي.

ده زیاته کړه، تر وخت مخکې هیڅ نه شي ویلای، هر وخت چې رپورټ دایر شي نو بیا به فیصله کوي.

د عوامي نیشنل ګوند یوه غړې او پخوانۍ صوبايي وزیره ستاره ایاز وايي: ((داسې ښکاري چې دا کار د ذاتي دښمنۍ له کبله هم کېدای شي خو هیڅ نه شو ویلای. چې د پولیسو وړومبی [رپورټ راشي] نو بیا [فیصله کېدای شي]. که موږ وګورو یوه ځوانه ښځه، یوه کونډه ښځه په [دې ډول وژل] ډېر ظلم دی.))

ستاره ایاز زیاته کړه چې د نوي حکومت له راتګ سره په صوبه کې او په پېښور کې بالخصوص د امنیت وضع ډېره خرابه شوې ده.

د نجمه حنیف وژنې پړه هم چا نه ده منلې او حکومت هم لا څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG