د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني طالبان وایي، خبرو ته چمتو دي


د حکيم الله محسود په مشرۍ د پاکستان د وسله والو طالبانو غورځنګ وايي، چې ددغه هېواد له نوي حکومت سره جګړې يا خبرو اترو دواړه ته چمتو دي.

د حکيم الله محسود په مشرۍ د پاکستان د وسله والو طالبانو غورځنګ وايي، چې ددغه هېواد له نوي حکومت سره جګړې يا خبرو اترو دواړه ته چمتو دي.


د پاکستاني طالبانو د سياسي کومېټې غړي احسان الله احسان، د پنجشنبې په ورځ ددغه هېواد د رسنيو په نوم پخپل پېغام کې ويلي، چې دوى د پاکستان له نوي حکومت سره جګړې او يا خبرو اترو دواړو ته چمتو دي.

خبرځاى همدا راز ليکي، چې د طالبانو د سياسي کومېټې غړي احسان الله احسان پخپل پيغام کې پر حکومت غږ کړى، چې د دوى پرخلاف يې د عملياتو پرېکړه وکړه، نو دوى به هم د حکومت پرخلاف ځوابي بريدونه پيل کړي.

د پاکستاني رسنيو د خبر له مخې، دا څرګندونې د پاکستاني وسله والو طالبانو د غورځنګ د سياسي کومېټي غړي احسان الله احسان، چې پخوا ددغه ګوند وياند و، د پنج شنبې په ورځ د پاکستان د کورنيو چارو د وزير چوهدري نثار احمد د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې، چې نوموړي په همدغه ورځ يوې خبري غونډې ته کړې وې.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دغې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ويلي وو، چې حکومت به يې ډېر ژر ددغه هېواد د ټولو سياسي ګوندونو د يوه ټول ګونديز کنفرانس له لارې دا پرېکړه وکړې، چې آيا له وسله والو پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې وکړي او يا يې پرخلاف عمليات پيل کړي.

نوموړي په دې اړه ويلي وو:


" زموږ حکومت اوس هم دا غواړي، چې ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې اوارې کړي. خو که چېرې زموږ سياسي ګوندونو پرېکړه وکړه، چې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات وکړل شي، نو حکومت به هرومرو دا ګام هم پورته کړي."


د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستاني وسله والو طالبانو د غوځنګ وياند شاهدالله شاهد يو ځل بيا ددغه هېواد د اسلامپالو ډلو جمعيت علماء اسلام او جماعت اسلامي د مشرانو مولانا فضل الرحمن او منور حسن د تضمين په شرط د پاکستان نوي حکومت ته د خبرو اترو وړانديز کړى و او ويلي يې وو که چېرې دغه مشران د پاکستان د نوي حکومت د رښتينولۍ ضمانت ورکړي، نو د هغه په وينا پاکستاني وسله وال طالبان به ورسره خبرې وکړي.

خو د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي، چې په نژدې راتلونکي کې به ددغه هېواد د ټولو سياسي ګوندونو په ټول ګونديز کنفرانس کې پرېکړه وکړي، چې آيا له وسله والو پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې وکړي او يا يې پرضد عمليات پيل کړي.

راپور: ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG