د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل ښار په سینما پامیر سیمه کې چاودنه شوی ده

د کابل امنیتي چارواکي وايي، چې، نن د جمعې په غرمه د کابل ښار په سينما پامير سيمه کې چاودنه شوې، خو مرګو ژوبله نه لري.


د کابل د امنيه قومندانۍ مرستیال جنرال دوادو امین له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: چې پېښه د یوه ریموټ کنټرول ماین په واسطه رامنځ ته شوې ده.

"دا یوه وړه چاودنه وه. یو ډول چسپکي ماینونه دي او دا د یوه ملي تاجر چې عزت الله نومیږي د موټر پر ټانکۍ نښلول شوې وه او د سینما پامیر د تالاشي په سیمه کې چاودنه ترسره کېږي، موټر اور اخلي، سورلۍ یې د پولیسو له خوا ژغول کېږي او چا ته په کې د سره زیان نه دی اوښتی."

نوموړي وویل: چې په دې اړه يې تحقیقات پیل کړي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیتسی.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG